د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د بدهايي لرغونو مجسمو رغونه






فرخنده وزیر - مشال راډيو

پراګ:- په سوات کې د اټلي حکومت په مالي او تېکنیکي مرستو د جهان اباد د بدها د مجسمې ترڅنګ د هغه ټولو تاریخي او لرغونو اثارو د محفوظولو کار روان دې ، چې په تیرو بد امنیو او یا هم سیلابونو کې ورته نقصانونه رسیدلي وو.



په سوات کې په ۲۰۰۷ م او ۲۰۰۸ م کالونو کې د ځایې وسلوالو طالبانو لخوا د سوات د جهان اباد د بدها مجسمې ته هم زیان رسیدلی وو. د سوات اوسیدونکي وایې د دغه مجسمې ځینې برخې په بارودو الوزول شوې وې .

د جهان اباد د بدها مجسمه په جنوبي ایشیا کې په شپږم نمبر لویه او تاریخي هغه ده، چې په غره کې جوړه شوې ده. په دې وروستیو کې چې کله په سوات کې امن پرځای شو، نو د اټلي حکومت په مالي مرستو د سوات د بدها تاریخي ځایونو د بیا رغونې کار هم پیل شو. چې پکې په سوات کې په غرونو کې د جوړو شوو مجسمو او تاریخي نقشو د مخفوظولو کار شامل دی.

د اټلي د لرغونې اثارو مشن چې په ۱۹۵۵م کال کې جوړ شوی دې، مشر لوکا ماریا ولویري وایي، دوی په سوات کې د یو شمیر تاریخی ځایونو او مجسمو او زیاتره په کاڼو کې د جوړو شوو نقشونو د محفوظولو کار کوي . چې یو پکې د جهان اباد د بدها مجسمه هم ده. ددغې په اړه لرغونپوه لوکا ولویري وایې،

(( له ټولو اول کار مو دا وکړ چې د دغې مجسمې تفصیل مو ولیکلو او تصویرونه مو ورله جوړ کړل، بیا مو د دغې مجسمې د هغه ځایونو مالومات وکړل ، چې په ۲۰۰۷م کال کې د ځایي وسلوالو لخوا په بارودو الوزول شوی دې ، چې زیاتره د مجسمې اوږو ته نقصان رسیدلۍ وو، او بیا مو هغه نړیدلي ځایونه ډک کړل، او د دغې ټولې مجسمې د بیا جوړولو لپاره مو کوشش وکړ ، چې یو ځل بیا یې خپل اصلي حالت ته راولو، دا یې لومړنۍ مرحله وه، او دویمه مرحله به یې په راروان مني کې تر سره کیږي))

په سوات کې نقشه جوړونکې یا ارکیټکټ شوکت شرر وایې ، د دوی په سیمو کې د بده مت یو شمیر تاریخي ځایونه دي، چې د محفوظولو کار یې د اټلي او خیبر پښتونخوا د حکومتونو په مرستو روان دی ، خو باید حکومت په دې اړه منصوبه بندي وکړي، چې بیا چرته د وسلوالو او یا د سیلابونو له وجې دغې تاریخي ځایونو ته نقصان ونه رسیږي.

شوکت شرر په سوات کې د تاریخي او لرغونو اثارو د محفوظولو په اړه وایې ، باید حکومت، لرغون پوهان او مدني ټولنه په دې اړه په خلکو کې پوهه پیدا کړي.

شوکت شرر دا هم وایې د پاکستان په ایین کې د اتلسم بدلون له مخې اوس دا د صوبو ذمه واري جوړیږي، چې د دغه لرغونو اثارو د خوندي ساتلو لپاره کار وشي. په سوات کې د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا یو میوزیم هم جوړیږي، چې د مکملیدو وروستو به یې د دغه سیمې نه په تیر کالونو کې وړل شوې مجسمې او نور تاریخي شیان د سوات په میوزیم کې خوندي کړل شي، چې له دې سره به سوات ته د سیلانیانو راتګ نور هم سیوا شي.

د اټالیې حکومت د پاکستان لپاره د لرغونو اثارو د بیا جوړیدلو د پراجیکټ مشر لوکا ماریا ولویري مشال ریډیو ته دا هم وویل، د تاریخی اثارو د خوندي ساتلو په اړه یوه خبره دا هم ضروري ده، باید حکومت په خلکو کې د دې د اهمیت پوهه سیوا کړي، او قانوني کیندنې زیاتې کړي، چې دا شان څوک داسې ونه کړي په غلا د دغه سیمې قیمتي او تاریخې اثار نورو ځایونو ته په پټه تیر کړي.
XS
SM
MD
LG