د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د نوي وزیراعظم له سفره تمې




ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــ د پاکستان نوی وزيراعظم راجه پرويز اشرف به د جولايي مياشتې په لومړۍ او يا په دويمه اونۍ کې د افغانستان رسمي دوره کوي. د پاکستان بهرنو چارو وزارت يو چارواکي له مشال راډيو سره په خبرو کې د دورې تصديق کړی او وايي په دواړه اخيزه اړيکو به خبرې وشي.


راجه پرويز اشرف د جون په دوويشتمه نيټه د پاکستان نوی وزيراعظم وټاکل شو او پارليمان ته يې په خپله لومړي وينا کې له افغانستان سره د ښه اړيکو خبره کړې وه.

(( تر ما وړاندې مې پخواني ملګري وزيراعظم هم ويلي ول، پاکستان دا ګڼي چې کابل په نړۍ کې تر ټولو مهم ښار دی؛ او موږ په دې باور يو، تر هغو چې په افغانستان کې امن نه وي، په پاکستان کې سوله نه شي راتللای.))

دا چې د نوي وزيراعظم راجه پرويز اشرف دوره به څومره اغيز ولری، په کابل کې افغان کارپوه ودير ساپي وايي چې پاکستان بايد د يو ګاونډی هيواد په توګه له ۲۰۰۱م کال نه وروسته اړيکي وڅېړي او وګوري چې څه مشکلات موجود دي او د دې د حل لپاره څه کولای شي.

دی زياتوي ((که چرې هغوی راځي نو بايد له يو نوی نظر سره راشي. راجه پرويز اشرف بایدلومړی ګام د امنيت په برخه کې پورته کړي. په دې برخه کې چې د پاکستان او يا د افغانستان له وسه څه کيږي هغه باید له يو بل سره شريک کړي.))



د پاکستان وزيراعظم په داسي حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د دواړو هيوادونو ترمينځ تعلقات کړکيچن دي. د دغه راتلونکي سفر په اړه په پيښور کې د افغان چارو کار پوه عقيل يوسفزی وايي، پکار ده چې پاکستان د افغانانو باور ترلاسه کړي.

دي زياتوي (( تر څو چې افغانانو ته د دې خبرې باور نه وي شوی چې د پاکستان سياسی او حکومتي قيادت له افغان حکومت سره معاملات چلول غواړي او هغوی پکې شامل وي، تر هغه وخته پوري ما ته نه ښکاري چې داسي قسمه دوره به څه نتيجي راوړي، ځکه چې له دې وړاندې د پاکستان لوړ پورو چارواکو د افغانستان دورې کړې خو موږ وکتل چې د دواړه هيوادونو تعلقاتو کې ښوالی نه دی راغلی.))

افغان کارپو ودير ساپي نظر لری چې په افغانستان کې ولس له پاکستانه ډيري تمې خو مهمه خبره دا ده چې پاکستان ته څه کول پکار دي، او خپله پاليسي واضحه کړي.

((که دوی فکر کوي پخوانۍ پاليسي چې واکدارنو او يا حکومتونو لرله او فيصلی عملې شوې نه دي، دا بايد په ګوته کړي، هغه بايد ويني او هغه په سمه لاره روان کړي او دا د دواړه په ګټه ده.))


د سیاسي چارو کارپو عقيل يوسفزی هم دې خبرې ته اشاره کوي چې پاکستان د خپل ګاونډي هيواد په اړه واضحه پاليسي نه لري او په پارليمان کې هم پرې خبرې نه کيږي.

(( د پاکستان د پارليمان ريکارډ وګورۍ چې په تېرو څلور نيم کالو کې په افغان مسله هيڅ قسمه بحث نه دی شوی او د دغه پارليمان د بهرنو چارو کميټي مشر اسفندريار ولي خان دی او د چيرمين په توګه یې د افغانستان دوره هم نه ده کړې.))

د دوي په وينا د پاکستان او د افغانستان ترمينځ دایمي سوله يواځې او يواځې د پاکستان سياسی حکمرانان راوستلی شي.
XS
SM
MD
LG