د لاسرسي ځای

پاکستان په افغانستان کې ماتې خوړو ته نژدې شوی






ژباړه: ګل اياز
سرچينه: کارنيګي انډومنټ
ليکوال: اشلي جی ټيلس

د امن لپاره کاروکونکې نړيوالې ادارې کارنيګي انډوومنټ په خپله ويب پاڼه ((په افغانستان کې د پاکستان ممکنه ماتې)) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه. د مقالې ليکوال اشلې جي ټيلس وايي له دې حقيقته پرته چې په افغانستان کې به د امنيت ذمه واری انتقالولو وروسته څه حالات رامنځ ته کيږي خو دا د پاکستان د حکمت عملي يوه لويه ناکامي ده.


په افغانستان کې له طالبانو سره جنګ، د دغه هيواد په سویل او لویدیځ کې د طالبانو کنټرول او يا کورنۍ جګړه نه يواځې د پاکستان لپاره خبرداری دی، بلکې دا به د اسلام اباد لپاره ډير زيات خطرناک وي. خو د پاکستان په پنډی کې جرنيلان له دې حقيقته سترګې پټه وي.

ليکوال وايي د شوری اتحاد يرغل وروسته د پاکستان حکمت عملي ډېره ساده وه چې افغانستان مستحکم وي، د پاکستان د احساساتو احترام وکړي او ترلاس لاندې یې وي. ددغه احترام يو څو هدفونه هم وو چې افغانستان به د ډيورنډ کرښې په اړه اواز نه راپورته کوي او نه به د پښتنو مرسته کوي چې په افغانستان کې شامل شي او يا جلا هيواد جوړ کړي.

د ليکوال په وينا د پاکستان مشرانو دا مقصد هم لرلو چې د کابل واک تر اسلام اباد لاندې وي او له جغرافيايي پلوه له هيڅ ګاونډي هيواد سره نزدې نه شي او نه هم له نړيوالو طاقتونو سره خپلوی جوړه کړي، چې امريکا او هند پکې شامل دي.

خو د شوری اتحاد وتلو وروسته په ګډ وډۍ کې پاکستان د طالبانو مرسته وکړه او د خپلې حکمت عملۍ د يوې وسيلې په توګه يې استعمال کړله چې په کابل خپلي خبری ومني. د ليکوال په وينا د پاکستان لپاره طالبان د نورو ډلو نه زيات ښه ثابت شو، که څه هم پاکستان له دې انکار کوي خو تر اوسه پورې له هغوی سره مرستې کوي.

د ليکوال په وينا د دې حکمت عملۍ څه ګټې هم وې چې د پولې داړوه غاړو په خلکو او کابل حکومت يې اغيز کړي او افغان حکومت پاکستان ته د يو عادي دښمن ګاونډي په توګه ګوري.

هم دغه راز پاکستان په افغانستان کې د قراری لپاره د امريکا هلې ځلې هم کمزورې کړې او واشنګتن دغه هيواد بې باوره ملګرۍ ګڼي.

ليکوال وايي چې د پاکستان دې تګ لارې په سيمه کې نور ګاونډي هيوادونه هم راپارولي دي او اوس ايران، روس، هند او د منځنۍ ايشيا هيوادونه په دې هڅه کې دي چې د پاکستان تر مرسته لاندې طالبانو مخه ونيسي چې په افغانستان بيا قبضه کول غواړي.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي چې په افغانستان کې انتقالي عمل تر هغو نه شي کاميابېدای تر څو پاکستان په کوټه شورا او د حقانی ډلو پشمول په نورو ډلو زور نه وي راوړي او بايد د پاکستان جرنيلان ياد ولري که چري نړيواله ټولنه په افغانستان کې ناکامه کيږي نو دا به د پاکستان لپاره هم ماتې وي.
XS
SM
MD
LG