د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومند امن لښکر مشر فهیم الرحمن ووژل شول




په پېښور رینګ روډ د بازید خېلو پخواني ناظم او د پېښور کلیوالې سیمې تپه مومند د امن لښکر مشر فهیم الرحمن مړی له خپلو درو نورو وژل شویو ملګرو سره یوځای موندل شوی دی.


د ېپښور پاړي پورې تاڼې یو مشر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د تاڼې په حدودو کې د فهیم الرحمن په ګډون د درو نورو کسانو مړي وموندل شول چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

دی زیاتوي چې سهار وختي په رینګ روډ یو ګاډۍ ولاړ وو چې په هغه کې یو د امن لښکر مشر فهیم الرحمن، دوه د هغه ساتونکي او یو یې بل ملګری وو.

تپه مومند د امن لښکر مشر فهیم الرحمن باندې له دې وړاندې هم درې ځله ځانمرګي بریدونه شوي دي چې په کې دی روغ راوتی وو.

دوه اونۍ وړاندې فهیم الرحمن له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې له وسله والو طالبانو سره یې دښمني نښتې ده، او په بدي کې خو دا راځي چې کله هغه مري او کله ته.

له مشال راډيو سره په خبرو کې وسله طالبانو د هغه د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG