د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره رود ولسوالۍ کې ۱۰ کيلو مټره لښتی ورغول شو





بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د امريکا د پراختيايې ادارې، يويسيډ د يوې قراردادي موسسې ايډيا نيو په مالي مرسته د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د کشکک په نامه لښتي له رغولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شو.


د ايډيا نيوز موسسې يو تن مسوول مطيع الله امانزي د کانال د پرانيستې پر مهال خبريالانو ته وويل چې دغه لښتي(کانال) به دوه زره جريبه ځمکه خړوبه او د کرنې جوګه کړي. نوموړي وويل:

« دغه پروژه چې د يو ايس ای ډی، ايډيانيو له خوا په پنځه لسو مياشتو کې بشپړه شوه.دا ټول لس کيلو متره کانال دی چې د شپږو پلونو څخه تيريږي او دوه زره جريبه ځمکه خړوبوي. په دې پروژه درې لکه امريکايي ډالر لګښت راغلی دی. په زراعت سربيره د بريښنا دوه واړه بندونه او دوه د اوبو ژرندې پرې هم فعالې شوي دي.»

د سره رود ولسوالۍ د پراختيايي شورا مرستيال حاجي زلمی خوښ و چې په سيمه کې يې د اوبه خور بنيادي پروژه ورغول شوه.

« پخوا به موږ دغه بندونه په بوسو، ګيا او د ونو په څانګو بندول. خو اوس دا هر څه په ډيرې اسانۍ سره کيږي، په کانال دروازې وتړو او په کومه چې مو خوښه وي اوبه وړلی شو. اوس دهقانانو ته ډير سهوليت پيدا شو.»

دسيمې يو بل تن اوسيدونکی سيد رسول وايي چې له دې وروسته به يې ځمکې کافی حاصلات ورکړي.

« د دې کانال له برکته اوس موږ ډيرې اوبه بچت کولی شو. او زموږ ځمکې د دې جوګه شوې پخوا به که له يوه جريب ځمکې موږ خروار جوار اخيستل اوس به دوه خرواره اخلو. پخوا به مۍ او شولې دلته نه کيدې اوس چې د اوبو پريماني شوه شولې او مۍ به هم وکرو. د دې کانال سره موږ ته ډير سهولت رامنځته شوی دی.»

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په سيمه کې د پراختيايي پروژو تطبيق د ښه امنيت له امله وګاڼه.

« د امنيت په برخه کې د سره رود خلکو کافي ونډه اخيستې. او د دوی په برکت سره د سره رود ولسوالۍ کې امنيت تامين دی. د کوکنارو کښت ته يې له پخوا مخه ښه ويلې ده. په دې ولسوالۍ کې چې څومره ترقياتي کارونه کيږي، دا د امنيت برکت دی. ډونران هم په خلاص مټ حاضريږي چې د سره رود ولسوالۍ کې کار وکړي، او دا هر څه د دې خلکو د سالمې همکارۍ نتيجه ده.»

دی زياتوي چې حکومت د سره رود ولسوالۍ کې د بريښنا په شمول يو شمير نورې ترقياتي پروژې هم په پام کې لري چې ډير ژر به پيل کړی شي.
XS
SM
MD
LG