د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېن آر او کېس ته د پاکستان نوی وزیراعظم هم مخامخ شو



نن د پاکستان سپريم کورټ د قامي مفاهمتي قانون ( د اين ار او ) عمل درامد کيس د اوريدو پر مهال له وزير اعظم راجه پرویز اشرف نه سویس چارواکو ته د خط ليکلو ځواب غوښتی دی.


عدالت له اټارني جنرل عرفان قادره پوښتنه وکړه چې ایا نوی وزیراعظم به سویس عدالتونو کې د مقدمو د شروع کولو لپاره سویس چارواکو ته خط لیکي او که څنکه ؟

پر دې خبره اټارني جنرل وویل چې عدالت په اېن ار او کیس کې یو وزیراعظم ته هم نیغ په نیغه احکامات نه دي جاري کړي چې هغوی سویس چارواکو ته خط ولیکي .

د پاکستان سپریم کورټ حکومت او نوي وزیراعظم ته وايي چې په سویس عدالتونو کې د ولسمشر آصف علي د آثاثو او درغلو په اړه دې هلته تړل شوې مقدمې بیرته پرانیزي، خو خکومت دلیل لري چې صدر ته قانوني استثنا حاصله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG