د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید ۴ مشکوک وسله وال ووژل


په شمالي وزیرستان کې یوه امریکایی ډرون برید لږ تر لږه څلور مشکوک وسله وال وژلي دي. پاکستاني چارواکي وایي دغه برید تېره شپه د شمالي وزیرستان تحصیل شوال کونډ غر په سیمه کې د وسله والو په یو کور شوی دی.


ځایي انتظامی چارواکو د برید پخلی کړی دی خو د وژل شویو د شناخت په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلې.

د یادی سیمې پولې د جنوبي وزیرستان او افغانستان سره لګېدلې دي او
په روانه میاشت کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دا شپږم امریکایی ډرون برید دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG