د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې




پراجیکټ سنډیکیټ ویب پاڼه لیکي په نورلسم جون د پاکستان سپریم کورټ لخوا مختصر فیصلې سره یوسف رضا ګیلاني نور د هیواد وزیراعظم پاتې نه شو چې د څلورو نه زیاتو کلونو راهیسې یې دغه چوکۍ سنبال کړی وه. د ورځپاڼې په خبره دا د هغه د وړاندیني 16 مشرانو په مقابله کې د واک تر ټولو زیاته موده وه.

ورځپاڼه ليکي دا چې د پاکستان د آیین تر مخه د قامي اسمبلۍ یو تورن غړی په صوبایی یا قامي اسمبلۍ کې نه شي پاتې کیدلی او د وزیراعظم سره د قامي اسمبلۍ غړیتوب تړلې دې ، دا ټول ګامونه د 1973م په آیین کې ټاکل شوي دي چې مسوده یی د پخواني پاکستاني وزیراعظم زوالفقار علي بهټو تر څار لاندی جوړه شوی وه. بوټو د پاکستان پیپلز ګوند جوړونکی و چې اوس یی یاده پارټي د زوم آصف علي زرداري تر مشري لاندی واپس واکمنه شوی ده.

ورځپاڼه ليکي د سپریم کورټ د لنډی فیصلی وروسته اوس وار د زرداري دې خو هغه ته هم بله خوښه نه ده پاتې چې بې د دې لوبې څه بل څه وکړي.

د ورځپاڼې په خبره پاکستان د قانوني نظام سره سم د یو سیاسي نظام د جوړولو په لور یو ګام مخکی شوی. او زیاتوي د جمهوریت مانا دا ده چې آذاد او شفاف انتخابات دې وشي.د دې سره سره دا هم ضروري وي چې یو داسې قانوني نظام دی جوړ کړل شي چې ولس ته دی د ملکیت په مد کې حقوق ورکړل شي او دوي ته دي په ځانګړی ډول اداري سهولتونه ورکړل شي چې د شخړو حل یی را اوځي.

بلخوا د خبریالانو د ژغورنې اداره کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس لیکي چې د پاکستان یو شخصي ټي وي چینل باندی د حملی غندنه کوي او په چارواکو غږ کوي چې په سمدسټي دول دې د برید تحقیق وکړي او ککړ کسانو پر ضد دی عدالتي کاروایی وشي.

اداره ليکي د تحریک طالبان ویاند احسان الله احسان د برید پړه په غاړه اخیستې او فرانس پریس خبري اژانس ته یی وجه دا ښودلې چې هاغه شان یی خبرونه نه خپریږي لکه څنګه چې د پوځ او یا د حکومت خبرونه وي . د آج ټي وي د رپورټ په خبره یادې ډلې دا هم ویلي چې دغه بریدونه به هم دغه شان دوام ولري که چیرې یی د کوریج طریقه بدله نه شي.

د آج ټي وي په خبره د پاکستان صدر آصف علي زرداري او نوی وزیراعظم راجا پرویز اشرف د برید غندنه کړی ده او ویلي یی دي چې ککړ کسان به زر تر زره محاکمه شي. د سند صوبې وزیر اعلی قایم علی شاه د پلټنو حکم ورکړی دی او ویلي یی دي چې یاد چینل ته به حفاظت ورکوي.

د کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس تحقیق ښايي د 2010 م 2011م کال لپاره پاکستان په نړۍ کې خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد و. تېره میاشت دوه خبریالان وژل شوي وو ، دوه نورو باندې ډذې شوی وی او ټپیان شوي وو او بل باندې د پولیس په حراست کی حمله شوی وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG