د لاسرسي ځای

پر ایراني تېلو بندیز د اټومي پروګرام په باب خبرې اغېزمنولای شي





ايران خبرداری ورکړی چې د ايراني تيلو پر لېږلو د اروپايي اتحاديې بنديز د دغه هيواد د اېټمي پروګرام په اړه له نړيوالو سره په خبرو اترو منفي اغېز کولای شي. دا خبرداری د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند رامېن مهمان پرست نن تر هغه وړاندي ورکړی چې د جولايي له لومړۍ نېټې څخه د اروپايي اتحاديې لخوا پر ايراني تيلو بنديز لګيږي.

د توانايي نړيواله اداره وايي چې د امريکا او اروپا پر ټينګار د ايراني تيلو د درآمد پر درولو د ايران د تيلو برآمد څه باندي ۵۰ فيصده کم شوی دی چې د يوې ورځي ۱.۵ ملينه بېرله ته رسيږي.

بلخوا جنوبي کوریا د نهي په ورځ وويل، د اروپايي اتحاديې د بندیزونو له وجې به د جولای د لومړۍ نیټې څخه له ایرانه د خام تیلو درامدول ودروي. دا شان به دا لومړی داسې ایشیایې هیواد وي چې له ایران څخه به د تیلو اخیستل ودروي.
XS
SM
MD
LG