د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر له ترکي سره د درېدو ژمنه وکړه




د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسین ژمنه کړې چې د شام په ضد به له ترکي سره يو ځای ودريږي خو نوموړي زياته کړه چې د ناټو سفارتکارانو نن په برسلز کې د ناټو د منشور پر پنځمې مادې بحث ونه کړی چې په دې ماده کې د ترکي د جېټ الوتکې راغورځول پر ټولو غړو هيوادو بريد تصور کيږي.

راسموسن وويل:

((موږ د شام دا ګام د منلو وړ نه ګڼو او په کلکه يې غندو. دا د شام د رژيم لخوا د نړيوالو اقدارو، سولې، امنيت او انساني ژوند په ضد يو بل مثال دی.))

ترکي وړاندي ويلي و چې دوی به پر ناټو ټينګار کوي چې د پنځمې مادې په ترڅ کې د ناټو غړي هيوادونه د شام د اختارونو په ضد د ترکې د پولي ساتنه وکړي.

د ترکي وزيراعظم رجب طيب اردغان په انقره کې د پرليمان غړو ته ويلي چې شام په داسي حال کې د ترکې د کشف غېر جنګي الوتکه راغورځولې چې په نړيوالو فضايي حدودو کي يې پرواز کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG