د لاسرسي ځای


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: پولیس وایي د ګل یا دوشنبې په ماښام نامالومه موټر سایکل سورو په کراچۍ د شخصي ټي وي چینل آج ټي وي په مرکزي دفتر ډزې کړي دي چې له امله یې دوه کسان ژوبل شوي دي ـ د پولیسو لخوا په جاري کړی شوي ابتدایي رپورټ کې راغلي چې برید کونکي د حملې روستو په تیښته کې بریالي شوي او د ډزو له کبله د یاد شوي ټي وي چینل د مرکزي دفتر ودانۍ او ګاړو ته هم زیان اوښتی دی ـ


د یاد برید روستو آج ټي وي چینل دخپل معمول ټول نشریات وځنډول او خپلې خپرونې یې د برید په اړه خبرونو ته ځانګړې کړې ـ

((په ازاد صحافت حمله کونکو خلکو د آج نیوز په مرکزي دفتر ناتاره ډزې کړي دي چې له امله یې د مرکزي دفتر یو پیره دار او په ټي وي کې کارکونکی یو بل تن سخت ژوبل شوي دي ـ دداسې حملو کولو څخه دا تاثر راولاړیږي چې صحافیان په ازاده توګه د کار کولو څخه منع کیږي او هغوي یرول کیږي ))

د برید له امله زخمي شوي دواړه کسان د کراچۍ سول هسپتال کې د درملنې لاندې دي ـ د هسپیتال سرچینې وایي د دواړو زخمي شویو کسانو روغتیایي حالت د خطرې څخه بهر دی ـ

د آج نیوز تر مخه ولسمشر اصف علي زرداري او د وزیراعظم راجه پرویز اشرف ترڅنګ د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو ،صحافتي ګوندونو او د مدني ټولنو استازو دغه برید غندلی دی ـ

د سند صوبې اعلی وزیر سید قایم شاه د شخصي ټي وي په مرکز د ترسره شوي برید نوټس اخیستې او د کراچۍ ښار عمومي پولیس مشر څخه د یاد شوي برید په اړه رپورټ غوښتې دی ـ
دکراچۍ د خبریالانو اتحادیې کراچۍ یونین اف جرنلسټس یاد برید په سختو ټکو کې غندلې او دا یې د صحافت په ازادۍ ګوزار ګنلی دی ـ د یاد اتحاد مشر عامر لطیف وایي،

((دا د غندنې وړ عمل دی ـ دا عمل د هغې شورو شوي تشدد کړۍ ده چې په پاکستان کې په دې ورستیو کې دخبریالانو او خبري ادارو په ضد تیزه شوې ده ـ ځېنې سیاسي ،لساني او مذهبي ټولګي په دې توګه رسنیو کې ځان ځایول غواړي ـ د بدقسمتۍ نه دا کار په لمړي سر کې لویو ډلو شورو کړې و چې اوس وړو ډلو هم د هغوي په پل تلل شورو کړي دي او نتیجه یې داده راوځي خبریالان پکې قرباني کیږي))

د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند احسان الله احسان د نامالوم ځایې څخه د ټلیفون له لارې مشال ریډیو سره په خبرو کې د دغه برید پړه په خپله غاړه اخیستي او ویلي دي چې ټي وي چینل آج نیوز تیره ورځ په دیر ضلعه کې د رامنځته شوې حملې او په دغه شان نورو ورته پیښو کې ددوي د ډلې[تحریک طالبان پاکستان) دریځ په سمه توګه نه خپروي ، نو ځکه دوي د یادې چینل په مرکزي دفتر برید ترسره کړې ـ


د یادونۍ وړ ده چې د تېرو څو کلونو راهسې د پاکستان په بېلا بیلو برخو کې پر خبریالانو د بریدونو کچه کې زیاتوالی راغلی او د ملل متحد د دادرې یونیسکو له مخې په پاکستان کې د کال ۲۰۱۰ راپه دې خوا ۱۶ خبریالان وژل شوي دي ـ او پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره دویم لوي خطرناک جوړ شوی دی ـ
XS
SM
MD
LG