د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي وايي پر موږ حمله باید پر ناټو حمله وګڼل شي



ترکي وايي پر ناټو هیوادونو به ټينګار کوي چې د شام لخوا دې د دوی د جنګي الوتکې راغورځول د ناټو هیوادونو پر ټول پوځی اتحاد حمله وګرځول شي.


که چېري دا خبره د ټولو غړو هيوادونو لخوا ومنل شي نو د ناټو د منشور ۵مه ماده غوښتنه کوي چې د ناټو غړي هيوادونه د شام د اختارونو په ضد د ترکې د پولي ساتنه وکړي. د ترکي مرستيال وزيراعظم بولند آرينچ منلې چې ترکي د ۵مي مادې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

((په دې کې شک نشته چې ترکي له پنځمي مادې سره سم ناټو ته خواست کړی. هر څوک بايد په دې پوه شي چې موږ د نړيوال قانون په چوکاټ کې له خپل وس سره سم له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلو. په دې کې له ځانه دفاع، برابري او د دښمن په مقابل کې د نړيوال قانون هر اقدام شامل دی. ((

بلخوا بولند آرينچ ویلي چې ترکي داسي هيڅ اراده نلري چې د يو هيواد په ضد جنګ وکړي.

بلخوا د ناټو د ۲۸ هیوادونو سفارتکاران به نن د بېلجيم په پلازمېنه برسلز کې پر ياد وړانديز غور کوي او دوی ته به د جون پر ۲۲مه نېټه د شام لخوا د ترکي د الوتکې راغورځولو په اړه مالومات ورکول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG