د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانۍ جاسوي ادارې دې سیاسي لاسوهنه ودروي"


 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې یوې لویې ولسي غونډې ته وینا کوي چې په زرګونه خلکو په ګډون وکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې یوې لویې ولسي غونډې ته وینا کوي چې په زرګونه خلکو په ګډون وکړ

خدای نور ناصر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي يو واري بیا ویلي چې تر څو پوري د پاکستان په سیاست کې د استخباراتي ادارو لاس وهنه بنده شوې نه وي، تر هغه پوري يې حالت ښه کېدای هم نشي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د دوشنبې په ماځيګر په کوټه کې يوه لویه ولسي غونډه شوې، چې په زرګونه کسانو په کې ګډون درلود.


په داسې حال کې چې د یاد ګوند له خوا ددې صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې په تېرو دوو میاشتو کې تر څلوېښتو زیاتي ولسي غونډې شوې، خو د کوټې په وروستۍ هغه کې يې ګډون وال تر بل هر وخت او هر سیاسي ګوند ډېر وو.

غونډې ته د وینا پر وخت محمود خان اڅکزي وویل: پښتانه افغانان یو قام دي، خو د تاریخ جبر په دوو هیوادونو کې تقسیم کړي دي.

؛ پښتون افغان يو قام دی چې په دوو هیوادونو افغانستان او پاکستان کې اوسي. او دا زموږ په خوښه داسې نه دي شوي، بلکې دا د تاریخ جبر دی چې زموږ له قام سره شوی دی:

ځینې خلک کوټه د بلوڅانو ښار ګڼي او دا وايي چې دلته له افغانستانه راغلي کډوال قابض دي. موږ دغه خلکو ته وایو چې د ۱۹۰۵م کال د انګرېز واکمنو د دستاویزاتو له مخې په دې ښار کې د بلوڅانو شمېر ۶۵۶، برایویان ۶ زره ۹ سوه او د پښتنو شمېره له ۶۵ زره زیات ښودل شوې وه. له دې ښکاري چې دلته پښتانه د خپل پراخ تاریخ سره یو ځای مېشت دي.
محمود خان اڅکزی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د پاکستان اوسني سیاسي حالاتو ته په پام سره وویل: تر هغه وخته چې استخباراتي ادارو په سیاست کې لاس وهنه بنده کړې نه وي، دده په خبره حالات يې ښه کېدای نشي.

: تر اوسه چې څه شوي د هغه نتیجه دا راغله چې پاکستان په خارج کې هم او دننه هم بالکل يواځې شوی دی. او د نړۍ خلک موږ ته بېل بېل اختارونه راکوي . د پاکستان د ژغورلو او چلولو يواځینۍ لاره دا ده چې موږ به توبه کاږو او وعده به کوو چې زموږ په سیاست کې به د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو هیڅ کار نه وي؛

په کراچۍ د ۱۲ مۍ ۲۰۰۷ پېښې ته په پام سره نوموړي زیاته کړه چې پښتانه افغانان له هیچا سره بد نه غواړي، او نه هم بل چا ته دا حق ورکوي، چې بې ګناه دي ددوی د وګړيو وینې توي کړي. بیا هم محمود خان اڅکزی

: دا دی اسانه ګڼلې ده بس زه روان یم. او ته ما وژنې. کاکا د پښتانه بدي داسې اسانه هم نه ده. د پښتانه د بدي پوښتنه ته له سکندر یوناني څخه وکړه. ته يې له چنګېز خانه وکړه او ته يې له فرنګي څخه وکړه. داسې به مو نه بولې. داسې اسانه هم نه ده چې لکه څنګه چې تا سوچ کړی دی؛

محمود خان اڅکزي وویل، چې ځینې خلک کوټه د بلوڅانو ښار ګڼي او دا وايي چې دلته له افغانستانه راغلي کډوال قابض دي. موږ دغه خلکو ته وایو چې د ۱۹۰۵م کال د انګرېز واکمنو د دستاویزاتو له مخې په دې ښار کې د بلوڅانو شمېر ۶۵۶، برایویان ۶ زره ۹ سوه او د پښتنو شمېره له ۶۵ زره زیات ښودل شوې وه. له دې ښکاري چې دلته پښتانه د خپل پراخ تاریخ سره یو ځای مېشت دي.

که څه هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددې ولسي غونډو تر ټولو لویه غوښتنه ددې صوبې د پښتنو لپاره نوې صوبه غوښتل وو. خو د یاد ګوند مشر وویل: که بلوڅ له دوی سره په نیمايي اوسي، او هر ښه او بد په نیمي سره وېښي، نو ورسره اوسېدو ته تیار دي، خو دده په خبره که داسې نه وي، نو بیا د بلوڅو بېل لاره او د پښتنو بېل لاره ده.

؛ دوه وروڼه درېیم حساب . د خور په ونډه به مې نه حسابوې. په بدي په نیکي کې به نیم ته يې نیم به زه یم. که وزیراعلی ته یې، نو ګورنر به زه یم. او که ګورنر ته يې نو وزیراعلی به زما وي. هره حکومتي څانګه کې به هر څه همداسې په نیمايي وي؛

د یادولو وړ ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تر ډېر وخت وروسته بیا په لومړي ځل په يوې لويې ولسي غونډه کې ګډون وکړ. او د جلسې ګډون وال د جلسې تر پېلېدو يواځې څو دقیقې وړاندې خبر کړای شول چې د یاد ګوند مشر هم په دې ولسي غونډه کې ګډون کوي.
XS
SM
MD
LG