د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ترهګرۍ ځپلی توتي د خپل مالک په وژنه ژاړي






فرهاد شینواری خیبر ایجنسۍ

په سیمه کې د ترهګرۍ روانې لړۍ که یو خوا د خلکو اندېښنې او پرېشانۍ ډېرې کړې نو بلخوا دی نو بل خوا یې په ټولنه کې ساتل شوی مارغان هم خفه کړی دی.


د خیبر ایجنسۍ په لواړګی بازار کې د تیرې اونۍ په بمی چاودنه کې د میوو یو دوکاندار۴۰ کلن حجم خان هم وژل شوی وو،خو نوموړی چې په خپل دوکان کې له ځان سره یو توتي ساتلی وو هغه پکې بچ پاتې شوی،او د چاودنې په لیدو او د خپل مالک په مرګ ډیر خفه په نظر راځي، دغه توتي اوس خوراک څښاک نه کوي او نه هم له چا سره خبرې کوي. بس د چاودنې ځای ته ګوري او هغه ورځ ورته یادیږی چې هر طرف ته تور لوګي وو،او خواره واره انسانان په زمکه پراته وو.

په هغه چاودنه کې د حجم خان زوی هم ژوبل شوی وو، او اوس یې خپلو خپلوانو د میوو دغه دوکان یو ځل بیا برابر کړی دی او د هغه د لاس ساتل شوی توتي هم ورسره د میوو له پاسه په یوه پنجره کې ځوړند وي.

د حجم خان یو خپلوان شیر خان مشال ریډیو ته وویل:

(( د چاودنې او د خپل مالک د مرګ نه مخکې به دا توتي ډیر خوشاله وو او هر چا سره به یې خبرې کولې ،خو اوس هیڅ نه وايي او په شوق سره خوراک هم نه کوي، او چې کوم سور څیز ووینی نو بیا په پنجره کې تاویږی او نه ټینګیږی،دا ځکه چې په هغې ورځ یې د وژل شوو او ژوبل شوو انسانانو وینې لیدلې دي))

د حجم خان یو خورېیه ناصر خان وایي، ((زما په ماما دغه طوطي ډیر ګران وو،اوس موږ او دغه توتي ټول خفه یو،په هغه ورځ راباندې هرڅه راپریوتل، حجم خان پکې ووژل شو او زه او دغه توتي پکې بچ پاتې شو))

یاده دې وي چې د روانې میاشتې په شپاړلسمه نیټه د خیبر ایجنسۍ په لواړګي بازار کې د ذخه خیلو په اډه کې یوه بمی چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه شپږ ویشت پښتانه ولسي وګړي پکې وژل شوي وو او څه باندې اتیا کسان پکې ژوبل وو، د حجم خان او د هغه د توتي په شان یې یو شمیر کیسې او غمیزې تر شا پریښودې،،،،
XS
SM
MD
LG