د لاسرسي ځای

د ګومل پوهنتون پر وایس چانسلر تورونه که سازش


د ګومل پوهنتون وائس چانسلر منصور کنډی

د ګومل پوهنتون وائس چانسلر منصور کنډی



رياض موسا خيل اسلام آباد

د خېبر پښتونخوا ګورنر د ګومل پوهنتون د ناقانونه ګمارنو(برتیو( او د وسلې په نمایش تورن ګرځولی او هغه ته یې ددغه تورونو د سپیانوي ځوابونه غوښتي، خو د پوهنتون وایس چانسلر پر هغه لګول شوي تورونه بې بنياده ګرځولي.

له مشال رېډيو سره خبرو کې د ګومل پوهنتون وائس چانسلر منصور کنډي وویل چې هغه ته د خېبر پښتونخوا ګورنر بېرسټر مسعود کوثر ورته خبرلیک (نوټس) استولی شوی دی چې پکې له ده د غېر قانوني ګمارلو ( برتیو) او په پوهنتون کې د وسلې په نمایش د سپیانوي ځواب غوښتل شوی دی. خو په دې باب یې له نور څه ویلو ډډه وکړه.

خو د ګومل پوهنتون سرچينو مشال رېډيو ته وویل چې په اصل کې منصور کنډي د خېبر پښتونخوا صوبايي وزير او د پيپلز پارټۍ دغړي رحيم داد خان د څوارلسم سند جعلي ګرځولی وو او په خپل ګزارش کې یې ليکلي وو چې دا په جعلې توګه تيار شوی دی نو ځکه اوس له هغه سياسي انتقام اخیستل کېږي.
خو له مشال راډيو سره په خبرو کې صوبايي وزیر رحیم داد خان چې هغه څوارلسم جومات پاس کړی دی او د دې خبرې تصديق ګومل پوهنتون کړی دی.
د ده وېنا وه چې د پيپلز ګوند د صوبايي صدر په حېث دی هیڅکله دا تصور نه شي کولای چې ه په غلطه طريقه په ټولټاکنو کې برخه واخلي. دا يواځې د دده پر ضد نه بلکې د ټول ګوند خلاف سازش دې.
رحيم داد خان زياته کړه چې منصور کنډي ته نوټس د هغه د کړنو په وجه ورکړل شوی دی او زه په هغه خبرې نه کوم.
په دغه لړ کې مشال رېډيو د ګورنر هاوس سره تماس ونيولو خو چا پر دې موضوع خبرې ونکړې.
بلخوا د سرکاري پوهنتونونو وائس چانسلرانو د دې نوټس غندنه کړېده او وايي چې بايد حکومت د دوی تحفظ وکړي او که له حکومت سره د دوی قدروای نو ډاکټر فاروق به نه وژل کېدو دغه رنګ به ډاکټر اجمل خان هم تر دې دمه د وسله والو په ولکه کې نه وو.
له مشال رېډيو سره په خبرو کې د کوهاټ پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ناصر جمال وويل چې د منصور کنډي په دور کې د ګومل پوهنتون په پاکستانيو او نړيوالو پوهنتونونو کې معيار ښه شوی دی خو افسوس دادی چې د ډاډګېرنې پر ځای هغه ته نوټس ورکړل شو.
د ده په وېنا حکومت له پکار ده چې له سرکاري تعليمي ادارو سياسي اثر رسوخ ختم کړل شي ځکه چې له دې سره په تعليم او تعليمي هلو ځلو بدې اغيزې پرېوځي.
XS
SM
MD
LG