د لاسرسي ځای

تازه خبر

"موږ د احمدشاابدالي او باچاخان په فلسفه روان یو"


شاهي سید
شاهي سید


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د اتوار په مازیګر د کراچۍ په کیماړي ټاون کې د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند سیند څانګې مشر شاهي سید وویل، د دوی د ګوند پلویان د احمدشاه ابدالي او باچاخان په فلسفه باور ساتي او هغوی له هیڅ یوې سیاسي یا مذهبي ډلې سره دشمني نه لري ـ نوموړي زیاته کړې تشدد او زور زیاتي نه کول ورته له خپلو مشرانو په میراث کې پاتې شوي دي ـ


((د پښتنو د بچو د تعلیم او له دغو ماشومانو د ډاکټرانو او انجنیرانو د جوړیدو له پاره هم دا یوه کراچۍ پاتې ده ـ په پښتونخوا ،قبایلو او بلوچستان کې چاودنې کیږي او افغانستان یې هم راله لوټې لوټې کړو او اوس دا یو [کراچۍ] د امن ځای پاته دی دلته هم د سازش د لاندې پښتانه وژل کیږي))

شاهي سیدشاهي سید په پښتنو غږ وکړ چې په خپلو کلیو او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې پښتانه باید په خپلو بچو تعلیم وکړي او په دې توګه له هرې جمهوري لارې له خپل سیال څخه مخکې د تلو هڅې وکړي ـ
د عوامي نیشنل ګوند د سند څانګې مشر وویل د طالبانو له خوا په کراچۍ ترسره کیدونکې کارونه د ټولو پښتنو له پاره د زیان او بدنامۍ سبب ګرځي ـ

((طالبه! هلته دې تباه کړم ،۲۵ لکه پښتنې خویندې میندې دې په تکلیف او بې کوره کړې ـ د خدای له پاره د کراچۍ په خاوره دا خپل حرکتونه بند کړه ،دا ستا حرکتونه د یو تن له پاره نه بلکې دلته د اباد پښتون نسل له پاره خطرناک دي ـ ته مې هم چپه شوی بچی یې خو تاته چې چا غلطې فلسفې درښودلي دي ـ دومره موده دې پښتانه وزورول اوس دغه د فتوې والا وزوروه چې ریشتیا حال درته ووایي ))

هغه وویل د پښتنو ماشومانو ته ځانمرګی جیکټ نه بلکې د قلم او کتاب ضرورت دی ـ

په دغه ه جلسه کې د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا چارواکوهم برخه اخیستې وه ـ په دغو کسانو کې یې د ګوند د دیر ضلعې صدر هم وینا وکړه ـ

((هلته په پښتونخوا کې چې په موږ څه تیریږي تاسو ته یې ښه مالومات دي او دلته چې په تاسو چې څه تیریږي له دې موږ ښه خبر یو، مخکې د پښتنو د روزګار جنګ و، اوس د پښتنو د بقا جنګ دی ـ پکار ده چې ټول پښتانه را یوځای شي ـ ))

جلسې د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې چارواکو او د خېبر پښتونخوا صوبې نه راغلي د لایوسټاک وزیر هدایت الله هم ویناوې وکړې.
XS
SM
MD
LG