د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې څلوېښت تنه پوليس مسموم شوي دي




سید شاه سقیم - کندهار

د هلمند په مرکز لښګرګاه کې چارواکي وايي د ملي پوليسو په يو روزنيز مرکز کې څلوېښت تنه پوليس مسموم شوي دي چې بيا وروسته ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.


د چارواکيو په خبره پېښه نن سهار شوې او تر اوسه پورې کوم مسموم شوي پوليس ژوند له لاسه نه در ورکړی .

د هلمند د والي ويآند دواوود احمدي مشال راډ‌يو ته وويل چې تر اوسه پورې لا دا نه مالومه چې پوليس ولي مسموم شوي دي خوا وايي په اړه يې پلټنې کوو .

(( دا پېښه نن سهار په لښکرګاه کې د پوليسو په روزنيز مرکز کې شوې ده. چې پکې څلوېښت تنه پوليس مسموم شوي او بيا روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی مالوم خوک څوک د ميوو او څوک يې د اوبو له امله بولي ))

که څه هم تر دې وړاندې به دولتي چارواکيو ته د هر ډول زيان اړولو مسوليت وسله والو طالبانو مانه خو تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

له تېرو څو مياشتو را په دې خوا په هېواد کې د ښوونځيو د نجونو زده کوونکيو د مسمومېدلو لړۍ پيل شوې ده خو دا لومړی ځل دی چې دا وار په دومره زيآته اندازه پوليس مسمومېږي.

نن سهار هم په سرپل ولايت کې د ښوونځي سل تنې نجونې زده کوونکې مسمومې شوې وې.
XS
SM
MD
LG