د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه ، له شامه غچ اخلي




د فرخنده وزیر ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ایسوسي ایټډ پریس لیکي، شام وایې دوی د تیر خالي په ورځ د ترکي په یو جهاز برید وکړ، چې د دوی په حدودو کې داخل شوی وو، چې له دې سره د دواړو هیوادونو تر مینځ تاو تریخوالی زیات شوی دی.


که څه هم دغه الوتکه بې وسلې وه، خو د شام له اړخه راوغورزول شوه، او ترکیي دا هم ویلي چې، دوی به یې ځواب ورکوي، خو اې پي لیکي د ترکي حکومت په دې اړه څه ندي ویلي چې، دوی به څه ګام پورته کوي.

د دغې الوتکې دوه پیلوټان هم لا درکه دي. ترکيه او شام چې په شام کې د تیر کال د پاڅون او تشدد وړاندې د یو بل ملګري وو، اوس یې ترمینځ په یو شمیر مسئلو اختلافات دي. په شام کې د تشدد پنځلس میاشتې کیږي، ترکيه په دې اړه اندیښنې لري ، چې له دې سره په دوی او د سیمې په نورو هیوادونو هم بد اثرات غورځیدلای شي.

د تیر کال د مارچ د میاشتې وروسته ترکيې هم یو په هغوهیوادونو کې ده، چې د شام د رژیم لخوا په خلکو د تشدد سخته غندنه کوي، ترکيه د هغه ډلو سره مرستې هم کوي، چې په موجوده وخت کې د شام د رژیم خلاف جنګیږي.

ترکيه وایې، د دوی جهاز په بحیره روم کې د شام د لټاکیه سیمې سره نږدې پریوتې دی، اخوا شام بیا وایي، دغې جهاز د دوی د فضایي حدودو خلاف ورزي کړې وه.

د شام د بهرنیو چارو وزارت ویاند جهاد مقدسي د ترکيې یو ټیلي ویژن چینل سره په خبرو کې وویل، کله چې د دوی ځواکونو په دغه الوتکه برید وکړ، نو وروسته دا معلومه شوه، چې دغه د ترکيې و، او دوی دا کار قصدا ندی کړی، بلکې د خپلو سرحدونو په حفاظت کې یې دا ګام پورته کړی.

د ترکيې چارواکي وایي دوی به د دغه پیښې یا خو په ډپلومیټیکي توګه ځواب ورکوي ، او یا به په دې اړه څه بل څه ګام پورته کوي، خو په دې اړه یې د تفصیل ورکولو نه ډډه کړې، خو دا هم وایې چې دا د دوی لپاره د منلو وړ خبره نده.

اې پي لیکي، عراق او جرمني په دواړو هیوادونو غږ کړی ، چې خپل ترمینځ مسلې په خبرو هوارې کړي. څیړونکي وایې، باید شام دې خبرې ته پام وکړي ، چې د دوی لخوا نا امني او د تشدد پیښې نورو هیوادونو ته ونه غزیږي، ځکه چې د دغه هیواد ګاونډیان په دې اړه اندیښنې لري، او باید شام یې په اړه منصوبه بندي وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG