د لاسرسي ځای

پاکستان کې دطالبانو په وژنو وړ غبرګون نه ښودل کیږي



له ایکسپریس ټریبیون څخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ملیحه امیر ذاده ژباړه

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چې په 21 م جون د جنوبي وزیرستان لدها سیمی نه اووه نیول شوي پاکستاني امنیتي اهلکار یی وژلي دي. یادې ډلې د سرتېرو نه وسله هم تر لاسه کړې. د ورځپاڼې په خبره د جنوبي وزیرستان غمیزه دوام لري ، او د غلطیانو پيل هم دغلته نه شوی دی.


ورځپاڼه زیاتوي پاکستان زیات پام د نيټو او امریکا په لور ګرځولی دی چې په افغانستان کې میشت د نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان د رسد لارې ورته تړل شوي دي، او دا وایي چې امریکا طالبانو ته پیسې ورکوي،چې وسله وال په خپله پاکستان کې د پټن ځایونو نه د افغانستان سره د پولې اخوا غاړې بریدونه کوي.

ورځپاڼه ليکي په مارچ 2004م کال کې مخالفو وسله والو په جنوبي وزیرستان کې د وانا سره نږدې د پوځ په یوه قافله برید وکړ. او یو شمېر امنيتي سرتېري یی ووژل. ورځپاڼه د لیکوال زاهد حسین د لړم د لکۍ په نامه د یو کتاب حواله ورکوي چې پکې لیکل شوي، په اسلام آباد کې د لال مسجد ملایانو په وزیرستان کې د مزاحمت په اړه فتوه جاري کړه او ورته یی د جهاد نوم ورکړ. دوي په خلکو غږ وکړ چې د قبایلیانو سره په جګړه کې د وژل شویو پوځيانو جنازه دې په اسلامی ډول و نه کړي.

ورځپاڼه ليکي پکار وه سپریم کورټ د دغو ملایانو په خوښي کې فیصلې نه وې ورکړې چې په 2007م کال کې یی په پوځي کاروایي کی ړنګه شوې مدرسې د بحالي فیصله یې کړی وه. او بیا په 2005م کال کې پوځ د وزیرستان د مشر بیت الله محسود سره د سولې تړون وکړ.
ورځپاڼه ليکي دا د پوهې وړ خبره ده چې پاکستاني پوځ په ملک کې دننه جګړه کولو کې نا آرامي محسوسوي، چې د بهرنیو دښمنانو سره د جګړه کولو لپاره ورته تربیت ورکړل شوی دی.

خو د دې دا مانا دانه ده چې بهرني دښمنان دې قصداً جوړ کړل شي چې په اصل کې موجود نه وي. د ورځپاڼې په خبره هاغه وژونکي چې ولس زوروي ، په اصل کې په پاکستان کې دننه موجود دي. او زیاتوي یو بله مهمه خبره دا ده چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا چې کومه مرګ ژوبله مخې ته راځي، د هغې غندنه هاغه شان نه کیږي لکه څنګه چې پکار وي.

ایکسپریس ټریبیون ليکي موږ ته د دې پيژندنه کول پکار ده چی اصلي دښمن په موږ کې دننه موجود دی، چې طالبان او القاعده دي. او تر څو زموږ په اقتصاد کې مشکلات وي او آبادي یې د ریاست په مقابله کې نه شي ودریدلی، تر هاغه یې د دوی مقابله نه شي کیدلې.
XS
SM
MD
LG