د لاسرسي ځای


سید شا سقیم / کندهار

چارواکي وايي نن سهار وختي په کندهار کې د بهرنيو سرتېرو يو ټانک د دوی له اکمالاتي موټر سره ټکر کړی دی چې له امله يې دوه تنه افغان موټر چلوونکي او دوه تنه بهرني سرتېري مړه شوي دي.


د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چې ټکر د اتوار په سهار وختي د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه شوی دی.

دی وايي په پېښه کې دوه تنه افغان موټر چلوونکي مړه شوي خو د بهرنيو سرتېرو د مړه کېدو په اړه مالومات نه لري.

(( نن سهار له ميدان سره د يو اکمالاتي موټر او د بهرنيانو د يو ټانک تر مېنځ ټکر شوی دی. په دغه ټکر کې تر اوسه پورې دوه تنه افغان موټر چلوونکي مړه شوي، بهرنيآن خالي پېښه تاييدوي خو تر اوسه د هغوی د مړيني په اړه مالومات نه لرو ))

خو په افغانستان کې د مېشتو ايساف سرتېرو له خوا مشال راډيو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کندهار په ترافيکي پېښه کې د ايساف دوه تنه سرتېري مړه شوي دي.
سرچينې نه دي ويلي چې مړه شوي سرتېري د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

تېره ورځ هم په جنوب کې د ايساف دوه تنه سرتېري په دوو وسله والو بريدونو کې وژل شوی وو .
XS
SM
MD
LG