د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( جون ۲۴)


له نړیوالو رسنیو څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دشاهین بونیري ژباړه


پیپلز ګوند او ایتلافي ګوندونو راجه پرویز اشرف د هیواد نوې وزیراعظم غوره کړو خو د هغه د غوره کیدو سره داسې نه ښکاري چې په پاکستان دننه په سیاسي تناؤ کې به څه کمې راشي.

د غوره کیدو نه وروستو پارلیمان ته په خپله وینا کې راجه پرویز اشرف اوویل اقتصاد، د بجلۍ بحران او د ګرانۍ ستونزې هوارول د هغه د حکومت بنیادي ترجیهات دي.

نوي وزیراغظم دا هم ویلي چې د امریکا سره د برابرۍ په بنیاد اړیکې غواړي.

ددې نه وړاندې د یوسف رضا ګیلاني په حکومت د درغلۍ او اداري فساد تورونه لګیدلې وو او د هیواد ته د ورپیښو ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلې وو.

ایسوسي ایټډ پریس لیکي د حکومت د واک موده د کال ۲۰۱۳ م د مارچ په میاشت کې پاي ته رسي، ولې په اتلافي حکومت فشار ډیر دی او کیدې شي انتخابات د وخت نه مخکې وشي.

دا تمه هم کیږي چې د راجه پرویز اشرف نه به د سپریم کورټ له خوا هم غوښتنه کیږي، کومه چې د یوسف رضا ګیلاني نه وه. او هغه دا چې وزیراعظم دې د ولسمشر زرداري پرضد د کرپشن د تورونو د پلټڼې لپاره سویس چارواکو ته خط ولیکي.

ناقدین وايي په دې خبره د زور ورکولو سره سپریم کورټ یو سیاسي کردار اداکوي. ددې نه وړاندې هم پوځ د عدالتونو په مرسته د خلکو غوره شوي حکومتونه د واکه لرې کړي دي.

د عدالت پلویان وايي په حکومت د نظر ساتلو لپاره عدالت له دغه کردار لوبول ضروري دي.

بل خوا لاس اینجلس ټایمزورځ پاڼې په یو راپور کې لیکلي چې د کابل خواته په سیلاني سیمه قرغه د طالبانو برید دغه سیمه په یوو یرونکي ځايي بدله کړې. په برید کې له اتلسو زیات کسان ووژلې شول .

دا ټول هغه خلک وو چې د ټولنې د تعلیم یافته، مړو او او زورورو کورنیو سره يي تړاو لرلو او د اولسمشر کرزي مرستیال وو. په دوي برید دا ښودل وو چې کله ناټو ځواکونه د افغانستانه اوځي نو دټولنې ددغه طبقې د حفاظت به څوک پاتې نه شي.


طالبانو د برید پړه منلې او هغه هوټل يي د فحاشۍ مرکز بللې په کوم چې يي برید کړې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG