د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيښوره!ته زموږ د کولتور او پرامنه رواياتو محافظ یې



له ډان ورځ پاڼې
ــــــــــــــــــــــــ
دمجید بابر ژباړه


ورځپاڼه ډان په خپله ادارايه کې د تير زيارت په ورځ په پيښور کې د پينځو پيرانو مزار سره نږدې دشوې هغې بمي چاودنې چي ماشومانو او ښځو ته يی مرګ ژوبله اړولې وه په اشاره وايي چي د پاکستاني ولس په ورځني ژوند بريدونه روان دي. د زيارت ورځ ددغه هيواد د ولس په ژوند کې د اونۍ هغه ورځ وي کله چي په مزارونو عام ولس حاضري کوي او دغو اولیاوو سره د خپل عقيدت اظهار کوي.


ورځپاڼه ليکي چی ددغې بمی چاودنې هدف د ټولنې يوه ځانګړي طبقه نه وه بلکه هغه عام زيارت کونکي وو چې دغې مزار له د حاضرۍ لپاره ورغلي وو، او د چاودنې د طريقه کار نه هم معلوميږي چې دا به د هغو خلکو کار وي چي مزارونو سره عقيدوي اختلاف لري.

ورځپاڼه ليکي چی دغه چاوديدونکي توکي په پريشر ککر ( دیګ بخار ) کې ځای پر ځای کړل شوي وو، او داسې ښکاري چې ددې پيښې پر شا هم هغه لاسونه وو چا چې ددي نه مخکې مزارونه په نښه کړي وو، او دا چاودنه دې طرف ته هم اشاره کوي چې دا مهال په پاکستان کې کوم ډول منفي سوچ دوام لري.

ورځپاڼه زياتوي چې پېښور ښار، دا مهال کومو امنيتي ستونزو سره مخ دی، دا چاودنه د هغو ستونزو په اړه يوه يادګيرینه وه. پيښور ښار چی د هر کولتور او مسلک تر پيړيو پورې يو مرکز پاتي شوی دی، د تيرو څو کلونو را هیسې سخت دريځي او تر هګرۍ سخت ځپلي دی.

ورځپاڼه ليکي چې دا چاودنه امنيتي او استخباراتي ادارو ته هم يوه يادګيرنه ده چې خپل امنيت ځای پر ځای کړي او استخباراتي ادارو له پکار دي چي خپلو ذمه وارو ته پام وکړي. چې د دا ډول بريدونو مخه پري ونيول شي.

ورځپاڼه زياتوي چې سخت امنیتي ګامونه دا خو کولی شي چې د دا ډول یوې غميزي مخه ونیسي خو ضرورت د دې خبرې دی چې امنيتي ادارې د دا ډول پېښو جرړې معلومې کړي، ځکه چي د يوې ناڅاپي غميزي د مخ نیوي نه دغه جرړې ختمول زيات ضروري دي. هغه ترهګر چې د عام ولس هر ورځني ژوند ځکه په نښه کوي چې د هغوی په نظر مزارونو ته تګ غير اسلامی دی.

ورځپاڼه زياتوي چې په پاکستان کي مزارونه روزانه په نخښه کيږي خو دا ډول هر بريد د اسلام په پرامن، او د زغم نه ډک رواياتو باندی بريد دی.

او تر کومه پورې چې د پیښور خبره ده نو دغه ښار بې شماره ځل غمونو ځپلی او وهلی دی، خو ورځپاڼه ډان وايي (( پيښوره ! ته زموږ د کولتور او پرامنه رواياتو محافظ يې او ته به خپل سفر تر هغي جاري ساتي تر کومه چې دې تورو تيرو قوتونو له ماتي نه وي ورکړې.
XS
SM
MD
LG