د لاسرسي ځای

دستمال يې راوړ ځونډي پرې پورې


Jalalabad: Handkerchief made by afghan girls

Jalalabad: Handkerchief made by afghan girls

بازمحمد عابد، مشال راډيو

په پښتني ټولنه کې د خپلوۍ په معامله کې لومړی د ښځو يوه مرکه د جينۍ د غوښتلو په خاطر ورځي او کله چې دواړه کورنۍ د خپلوۍ موافقه سره وکړي نو بيا د سړو يوه مرکه ورځي او د جينۍ له کوره د هلک په نامه دستمال راوړي. په دې وخت کې د کور او مالت نجونې راټوليږی، چمبه را اخلي او دا سندره خامخا په ګډه سره وايي چې:

« دستمال يې راوړ ځونډي پرې پورې
پرې بوره مه کړې د هلک مورې
دستمال يې راوړ.....»

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ يوه سپين سرې ميرمن نفس ګل ملکزۍ راته د هلک او جينۍ د رشتې جوړولو کيسه کوي.

« زمونږ په کلي کور او قوم کې دا رواج دی چې کومه نجلۍ د چا خوښه شي، اول د ښځو يوه مرکه ورځي، بيا ورته دسپين ږيرو مرکه وليږي، کله چې دواړه کورنۍ موافقې ته ورسيږي، هلک يې خوښ شي او جينۍ يې خوښه شي، له هغې وروسته که څوک غواړي چې شيريني خوري وکړي، يا هم يوه عصريه جوړوي چې هغې کې د شيدو چای کلچې او يا هم ډوډۍ ورکوي چې په هغې کې د جينۍ کورنۍ د هلک هغو ته يو دستمال ورکوي چې له دې سره جينۍ د هلک په نامه شي. »

د ارش په نوم د لغمان ولايت يو تن اوسيدونکی وايي چې کله چې نجوني پيغلتوب ته نيږدې کيږي خامک يا ګلدوزي زده کوي.

« لغمان کې داسې دود دی چې کله جينۍ پيغلتوب ته نږدې کيږي، تر هر څه د مخه د خامک يا ګلدوزۍ هنر زده کوي. ځکه چې په راروان ژوند کې دغه خامک نجونو ته ډير په درد خوري.کله چې چاته په نامه شي، د شاهو لپاره يو دستمال په خپلو ګوتو جوړوي، ګلدوزي پرې کوي تر دې چې خپل او د خپل نامزاد نوم پرې ليکي. د مينې او محبت ځينې سمبولونه په کې کاروي. دا نو په کې بيا ډير ضروري وي چې جينۍ په خپلو لاسونو په دستمال ګلان جوړوي او خپل نامزاد ته يې د مينې په نوم ډالۍ کوي.»



په لاس جوړ شوی دسمال

په لاس جوړ شوی دسمال



د تورپيکۍ په نوم ه نجلۍ چې د ننګرهار ولايت يسره تعلق لري د دستمال په اړه وايي چې نجونې يې په خپلو لاسونو جوړوي او کله چې کوم هلک ته په نوم کيږي، بيا همدا دستمال هلک ته ليږل کيږي.
« دستمال نجونې په کورونو کې په خپلو ګوتو جوړوي، ځينې په کې د خامک قسم قسم ګلان جوړوي، مرۍ په کې کاروي، غاړو ته يې طيلې تار ګنډي. کله چې دا جينې چا ته په نوم کيږي، نو د خپل لاس جوړ کړی دستمال هماغه هلک ته ورليږي دی دا ورته په نوم شوي وي.»

د کونړ ولايت يو تن اوسيدونکی سليم چې تازه يې ورته دستمال راوړی، خپله خوښي راسره شريکوي.

« دوه اوونۍ کيږي چې ما ته يې دستمال راوړی، زما د کورنۍ غړي وايي چې په دې دستمال چې کوم ګلان جوړ شوي، دا ستا نامزادې په خپلو لاسونو جوړ کړی، اوس زه د دې دستمال دير قدر کوم. په پلاستيک کې مې بند کړی او په جيب کې يې ګرځوم. زه اوس په دې دستمال د خپلې نامزادې تنده ماتوم او تر هغې به يې په جيب کې ګرځوم تر څو مې چې خپله چنغله تر کوره نه وي راوستي.»

ياده دې وي چې د دستمال رواج د افغانستان په اکثرو پښتون ميشتو سيمو کې له پخوا رواج لري او تر اوسه پالل کيږي.
XS
SM
MD
LG