د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له امریکا سره د اړیکو پرېکړه به پاکستانی پوځ کوي'


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - په داسې حال کې چې د پاکستان نوي وزيراعظم راجا پرويز اشرف د خپلي څوکې سوګند پورته کړي او قامی اسمبلی ته يې په خپله لومړۍ وينا کې له امريکا سره د برابرۍ په بنياد د اړيکو خبره کړې ده، د امريکا د دفاع وزير لیون پانیټا د قبایلي سیمې مومندو د سلالې پر پېښې د بښنې نه غوښتو څرګندونه کړې ده.


له امریکا سره اړیکي


د پاکستان وزيراعظم راجا پرويز اشرف قامی اسمبلی ته وويل:

((له امريکا او نړيوالۍ ورورولۍ سره به د وقار او د خودمختارۍ په رڼا کې د برابرۍ په کچه اړيکو ته دوام ورکوو. د يو ذمه وار قام په حیثيت، پاکستان به په سيمه او نړۍ کې د امن او ثبات لپاره کار کوي. له دې وړاندې زما ملګری پخواني وزيراعظم هم ويلي ول چې پاکستان دا ګڼي چې کابل په نړۍ کې تر ټولو مهم ښار دی؛ او موږ په دې باور يو، تر هغو چې په افغانستان کې امن نه وي، په پاکستان کې سوله نشي راتللای.))

که څه هم د پاکستان نوي وزيراعظم او د کابيني په لومړیتوبونو کې د هيواد دننه مسلې هوارول شامل دي خو له امريکا سره د اړیکو پرځای کولو خبرې هم دوام لري.

پټې خبرې روانې دي


په اسلام اباد کې خبريال شايق حسين وايي، که څه هم د امريکا او د پاکستان چارواکو لخوا سخت غبرګون څرګندېږي خو په شا یې پټې خبرې اترې روانې دي:

((دا خبرې د پردې شا ته ډېر په خفيه انداز کې روانې دي. د دې خبرو په نتيجه کې پرمختګ هم شوی دی. اصلي مسله سياسي ده او په دې کې تر ټولو لويه خبره د بښنې غوښتو ده.))

پاکستان له امريکا غوښتنه کوې چې د سلالې پر پېښه بښنه وغواړي، خو امريکا وايي، په دې پېښه افسوس کافي دی.

ستونزې دواړو خواوو ته دي


لیون پانیټا ویلي امریکا به بښنه نه غواړي
لیون پانیټا ویلي امریکا به بښنه نه غواړي
د جون پر ۲۱مه، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت انسپيکټر جنرل په يو تازه رپورټ کې ويلي ول چې د پاکستان حکومت د په دغه هيواد کې مېشت امريکايي سفارتکارانو کار ګران کړی دی.

دا چې د پاکستان او د امريکا ترمنځ په اړيکو کې څه ستونزې مخې ته دي؟

په لاهور کې کارپوه پروفیسر حسن عسکری رضوي یې مشال راډيو ته په ځواب کې وايي: ((ګورئ، د پاکستان او د امريکا ترمنځه [په] اړيکو کې چې ستونزې دي داسې نه ښکاري چې هغه به ختمې شي؛ او هغه ځکه چې دواړو خواو ډېر سخت دريځ خپل کړی دی. د دې له کبله هر څه ودرېدلي دي. داسې قسمه معاملات په روغې جوړې حل کول په کار دي او نه خو د پاکستان ۱۰۰ فيصده خبره منل کېدای شي او نه هم د امريکا. نو ځکه منځنۍ لار خپلول په کار دي او زما په فکر پر منځنۍ لار کار لږ روان دی.))

پوځ او بهرنۍ تګلاره


حسن عسکری وايي چې په پاکستان کې له سياسي مشرتابه زيات پوځ ډېر ارزښت لري او که پوځ وغواړي نو له امريکا سره اړيکي پرځای کېدای شي:

((د پاکستان او د امريکا په اړيکو کې حکومت حتمي فيصله، د پوځ تر مشورې وروسته کوي. په موجوده وخت کې دواړه خواوې پر يو بل اعتماد نه کوي. که پاکستان [په افغانستان کې د ناټو پوځیانو ته] د سامانونو وړلو لارې خلاصوي نو د خبرو امکان په نظر راځي؛ که داسې نه کېږي او پوځ په خپل سر دا ذمه واري نه اخلي نو سياسي حکومت ډېر کمزوری دی چې په خپل سر فيصله وکړي نو دا معاملې به د ځند ښکار وي؛ او د دې له کبله به پاکستان په نړۍ کې نور يوازې شي.))

په اسلام اباد کې کارپوهان نظر لري چې د پاکستان نوی حکومت به زياته توجه د هيواد دننه مسلو ته ورکوي او له امريکا سره اړيکي او نور مهم معاملات به پوځ ته پرېږدي.
XS
SM
MD
LG