د لاسرسي ځای



نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - د افغانستان د خوست په ښار کې د تيرې چار شنبې په ورځ شوي، ځانمرګي بريد کې د يوې را کډه شوي کورنۍ شپږ غړي ووژل شول.


دوى دومره غريب او بې چاره خلک وو، چې د خپلو مړو د کفن پيسې يې هم نه لرلې.

اوس يې، چې د ګټې وټې سړي هم ووژل شول راتلونکى به يې څنګه وي؟

د خوست ښار په جنوبي څنډه كې داسې څو بې ځايه شوي كورنۍ اوسيږي، چې له خټو واړه واړه كورنه يې په كرايه نيولي دي.

د كورنۍ نرينه يې موڅیان دي او ميرمنې يې په كورونو كې تنورونه منګي او نور کولالي لوښي جوړوي او تنکي ځوانان به يې سهار د ښوونځيو پر ځاى ښار ته د مزدورۍ لپاره ځي، اخبارونه او مجلې خرڅوي او يا د جوماتونو تر څنګ د خلكو بوټونه او څپلۍ پالش كوي.

دوى به د هرې ورځې په غرمه سره يوځاى اوپه ګډه ډوډۍ خوړله؛ خو تېره چار شنبه نا ببره د دوى تر څنګ د ناټو ځواکونو پر يوه ګزمه، چې تلاشي يې كوله، ځانمرګى بريد وشو.

هرې خوا مړي او ټپيان پراته ول، په مړو كې درې سړي او درې ماشومان د موڅيانو او کولالانو د كورنۍ غړي ول.

فضا وير او ماتم نيولې وه. د بورو ميندو، خويندو او کونډو سوې کريکې چيغې او ژړاګانې وې.

كه څه هم د ورځې تر پايه نورو خلكو خپل مړي خاوروته وسپارل خو د دې كډوالو د مړيو جنازې د دويمې ورځې تر نيمايي پورې هم په كورنو كې وې.

ځکه، چې نه پوهېدل خپل مړي د چا په مرسته او د چا په هديره (مړستون) کې ښخ کړي...

که څه هم وروسته خلک او چارواکي خبر شول او په پاى کې د دوى مړي خو ښاروالۍ او روغتيا رياست هديرې ته يوړل او خاوروته يې وسپارل.

خو په کورونو کې يې تر اوسه هم د وير ټغر خور دی.

اوس هم د بورو ميندو، خويندو او کونډو سوې کريکې او ژړاوې شته؛ دوى نه يواځې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل بلکې د ګټې سړي يې وو .

په پېښه كې ډېرى نور ماشومان هم د مستريانو شاګردان، او يا يي په ښار كې څه كاروبار كولو او داسې ډېرو كورنيو خپل غړي په كې له لاسه وركړل، چې اوس به يوازې د نورو مرستو ته سترګې غړوي.

خو څوک به يې مرسته او لاس نيوى وکړي که نه؟ د دې پوښتنې ځواب لټوي دا بې وزله خلک.....
XS
SM
MD
LG