د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې اته کسان وژل شوي


د پاکستان د کوتې په سریاب هدفي وژنه ، اته تنه وژل شوي دي.

د کوتې پولیس وايي، ددې ښار په سریاب سړک نامالومه وسله والو د دوبي (د کالیو مینځونکی) پر يوه دوکان ډزي کړې دي.

د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې ټول اته تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. وسله وال بریدکوونکي د دوبي دې دوکان ته ننوتي، او هم هلته يې په ناستو کسانو ډزي کړې دي. پنځه تنه په هم هغه ځاي ووژل شول او دریو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.

په کوټه کې وخت تر وخته د هدفي وژنو پېښې کېږي.

د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG