د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پروېز اشرف سره کار ته لېواله ده


د امريکا حکومت د پاکستان د قومي اسمبلۍ د دې ګام هرکلی کړی دی چې د دې ملک لپاره یې نوی وزيراعظم وټاکی. امریکايي حکومت هیله څرګنده کړې ده چې د يو نوي عزم په راوړلو سره به دواړه هېوادونه وکولای شي چې خپل منځي ستونزې هوارې کړي.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ وویل چې دوي په دې خوښ دي چې په پاکستان کې له مشرتابه سره تړلې ستونزې ، داسې ښکاري چې هوارې شوې.

وېکټوريا نيولينډ په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه چې دوي د پاکستان له نوي وزیراعظم سره کارکولو ته لېواله دي.

د وېکټوريا نيولينډ په وینا دوي هیله لري چې له پاکستان سره به پر هغو مسایلو له نوي سره او زیاته توجه وکړي چې هوارول یې غواړي.

وېکټوريا نيولينډ بل پلو په افغانستان کې د نېټو د چارواکو د هغو ادعاوو په اړه چې وايي د کابل په قرغه سيمه کې پر يو هوټل د شوي بريد تر شا د حقاني شبکې لاس دی ، زیاته کړه چې له پاکستانه سره يې د يادې ډلې د عملياتو او په دې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړی دی چې د هغې په وینا پاکستان ته په کار ده چې د دې ډلې پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG