د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له نوي پاکستاني وزیراعظم سره کار ته لېواله


د پاکستان نوی وزیر اعظم، راجا پروېز اشرف
د پاکستان نوی وزیر اعظم، راجا پروېز اشرف
هارون باچا، مشال راډیو

د امريکا حکومت د پاکستان له پاره د نوي وزيراعظم د ټاکلو د دې هېواد د پارليمان د اقدام هرکلی کړی او هیله يې ښودلې چې د يوه نوي عزم په راوړلو سره به دواړه هېوادونه وکولای شي چې د خپل منځي اختلافي مسالو د حل لار راوباسي.

د امريکا د خارجه وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ په دې ورستيو کې، په پاکستان کې، رابرسېره شوي سياسي بحران ته په اشارې د واشنګټن خبريالانو ته وويل: ((موږ خوښ يو چې په دغه هېواد کې له مشرتابه سره تړلې ستونزې، ښکاري داسې چې حل شوې وي.))

راپورونه وايي د پاکستان پارليمان د وزيراعظم د چوکۍ له پاره د پيپلز ګوند د راجه برويز اشرف د انتخاب په کولو سره د هغه يوه بحران پای ته د رسولو هڅه وکړه، کوم چې د دغه هېواد د قاضيانو له خوا د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني د نااهله ګرځولو او د ده د ځای ناستي په توګه د نومول شوي مخدوم شهاب الدين د ګرفتارۍ د وارنټ جاري کولو په ترڅ کې رامخ ته کړ.

مېرمن نيولينډ د واشنګټن خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې زياته کړه: ((موږ ښکاره ده چې له نوي وزيراعظم سره کار کولو ته سترګې په لار يو او هيله من يو چې پر هغو مسالو، چې له پاکستان سره يې حل کول غواړو، له نوي سره او زياته توجه مرکوز کړو.))

نوموړې دغه راز په افغانستان کې د ناټو مشرانو د هغو ادعاوو په اړه چې وايي د کابل په قرغه سيمه کې په يوه هوټل د شوي بريد تر شا د حقاني شبکې لاس دی، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له پاکستان سره يې د يادې ډلې د عملياتو په اړه او په دې اړه چې بايد پر ضد يې دغه هېواد کوټلي ګامونه واخلي، خبرو ته دوام ورکړی دی.

د امريکا د خارجه وزارت وياندې زياته کړه چې له پاکستان سره د اختلافي مسالو د حل په لړ کې اساسي نکته همدغه ده چې ((موږ غواړو د شريکو هڅو په ترڅ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پياوړې کړو.))

راپورونه په عين حال کې وايي، د واشنګټن او اسلام اباد اړيکي، په ۲۰۱۱ ز کال کې د رامنځ ته شويو يو لړ پېښو په نتيجه کې، چې په ايبټ اباد کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن وژنه او په مومندو د ناټو د هوايي بريد په څېر واقعات په کې شامل دي، د انتهايي زيات کړکېچ ښکار شوي دي.

پاکستان د مومندو د پېښې په ځواب کې، چې ۲۴ عسکر يې په کې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو د اکمالاتو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې، چې وييل کېږي له کبله يې د طالب وسله والو پر ضد د امريکا او ناټو روانه جنګي مبارزه زيانمنه شوې ده.

په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستلو ته تيارۍ نيسي، د دغې هېواد له پاره د پاکستان د ترانزيتي لارو اهمييت، وييل کېږي چې نور هم سېوا شوی دی.

د ناټو د کاروانونو پر مخ د دې لارو د بيرته پرانیستلو په موخه د امريکا او پاکستان تر مينځ په دې ورستیو کې خبرې هم وشوې، خو وايي چې بې نتيجې پای ته ورسېدې
XS
SM
MD
LG