د لاسرسي ځای




د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايې، د اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو وروسته په پاکستان کې ددې هيواد سفارتکاران ځورول کیږي . په شپږ اويا پاڼو مشتمله رپورټ د خارجه چارو په وزارت کې د انسپکټر جنرل دفتر جاري کړی دی. په رپورټ کې پر امريکايې چارواکو غږ شوی چې له پاکستان سره دې د لوړي کچي په خبرو کې دا مسئله راپورته کړي .




د بهرنيو چارو د وزارت د انسپکټر جنرل دفتر چې کوم رپورټ پرون جاري کړی هغه د فروری په مياشت کې په امريکايې سفارتکارانو مشتملي رښتيا مالومونکي ډلي د پاکستان د کراچی، پيښور ، لاهور او اسلام آباد د سفرونو وروسته جوړ کړی دی.

رپورټ وايې په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژني وروسته په پاکستان کې امريکايې سفارتکاران ځورول کيږي .

دوی وايې د پاکستان لخوا په کارونو کې د خنډ رامينځ ته کونه او ځورونه اوس آن د يو ې داسي وبايې مسئلې بڼه اخیستې چې له وجي يې د سفارتخاني پروګرامونه او د هغو عملي کونه له خنډ سره مخامخ دي.

رپورټ وايې د اسامه بن لادن وژنه او په ستمبر کې په کابل کې په امريکايې سفارت بريد او د نيټو په بمبار کې د څلرويشت پاکستاني عسکرو د وژنو پيښو د دواړو هيوادونو پر اړيکو ژور اغيز کړی دی.


رپورټ پر امريکايې چارواکو غږ کوي چې له پاکستان سره دي د لوړي کچي په خبرو کې دا مسئله راپورته کړي. په دې لړ کې بايد د مستقبل اړيکي داسي وي چې په خواهشاتو کمي او په عملي کارونو زياتي ولاړي وي.

د بهرنيو چارو د وزارت رپورټ په پاکستان کې د سفارتي عملي د کار ښه کولو او د هغوی د امنيت لپاره دوه ديرش وړاندیزونه کوي.


د فرانس پریس خبري اژانس په وينا د سلاله پر چيک پوسټ د حملې وروسته د سفارت خانې چارواکو د واشنګټن له لوړپوړو چارواکو سره په څلويښت ويډيويي کانفرنسونو کې برخه اخستې ده چې پکې د ځينو مشري ولسمشر باراک اوبامه هم کړې ده.

د بهرنيو چارو د وزارت رپورټ دا تجويز ورکوي چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمينځ شوي ويډيويي کانفرنسونو بايد منطقي انجام ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG