د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: په قرغه کې له بریده تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي


 د سیلانې سیمې قرغې سپوږمۍ هوټل
د سیلانې سیمې قرغې سپوږمۍ هوټل

افغان چارواکي وايي کابل سره نيزدې د قرغې په سپوږمۍ هوټل کې د وسلو والو او پولیسو ترمنځ نښته کې خوا او شا ۲۰ کسان وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د برید پړه منلې ده او افغان ولسمشر حامد کرزي دا پيښه وغانده او دغه عمل یې د افغانستان د دښمنانو د شکست نخښه وبلله.

بيلابيل افغان چارواکي په دې دولس ساعته جګړه کې د پنځلسو ملکي وګړو د وژنې خبره کوي. خو د افغانستان د کورنيوو چارو د وزارت وياند صديق صدیقي وايي،په پېښه کې د مرګ ژوبلې د کره شميرې په اړه مالومات لا هم په رارسېدو دي، خو زياته يې کړه،” عملیات پای ته رسيدلي. ټول برید ګر له منځه وړل شوي. تر اوسه پورې د پیښې په ځای کې زموږ د موجودو ډلو د ابتدايي معلوماتو له مخې بريد کوونکي له پنځوو څخه تر اوو کسانو پورې وو. په پيښه کې د ټولو وژل شوو او ژوبلو شوو کسانو شميره به وروسته په ډاګه شي“

خو ځينې نورو چارواکو بیا ویلي د سیلانې سیمې قرغې پر سپوږمۍ هوټل د وسله والو اورپکو له خوا د ترسره شوي برید په پایله کې، یو افغان سرباز، د هوټل درې ساتونکي، او د څلورافغان وګړو برسېره واړه بریدکونکي وژل شوي دي.

پولیس وايي، په سپوږمۍ هوټل کې د وسله والو له خوا ۴۰ برمته کسان هم راخوشي کړل شوي دي. ځینې سرچینې وايي، د وسله والو د برید په مهال هلته د واده خوشالي روانه وه چې پکې وراباڼو(جنجیانو) ته هم زیان رسېدلی دی.


په کابل کې د مشال خبریال د افغان چارواکو له خولې وايي چې بیګا شپه وسله والو په قرغه کې پر سپوږمۍ هوټل برید وکړ چې د شپې تر نیمايي پورې یې دوام درلود.
XS
SM
MD
LG