د لاسرسي ځای

اقتصادي پرمختګ د افغان کډوالو ژوند ښه کولای شی


خالد حسیني وتلی امریکا میشتۍ افغان لیکوال

خالد حسیني وتلی امریکا میشتۍ افغان لیکوال

له خالد حسیني سره د کوټني بروکس مرکه

ژباړه پامیر ساحل

د ملګرو ملتونو د خیر ښېګڼې چارو له پاره اعزازي سفیر خالد حسیني ویلي هغه ۵۷ لکه افغان کډوال چې له ایران و پاکستانه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي په کې زیاتره اوس هم د خپل هیواد په ټولنه کې نه دي ور جذب شوي.

دی وايي، دا کسان مجبوره شوي چې بیا کورونه پرېږدي او یا هم په خپل وطن کې کډوال شوي دي. خالد حسیني د مشال راډیو د خبرونو له مرکزي څانګې سره د خبرو پر مهال دا اندېښنه هم ښودلې چې په راتلونکي یو نیم، دوو کالونو کې به په هیواد کې نا امني وي او تاو تریخوالی هم زیاتېږي.

د مشال راډیو د انګرېزي څانګې له خبریال کوټني بروکس سره د مرکې پر مهال خالد حسیني ویلي، دا مهال هم ۲۷ لکه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې اوسي.

دی وايي، په پاکستان و ایران کې د اوسېدو مهم لامل په افغانستان کې نا امني ده خو په خپل هیواد کې د ژوند د اساسي اسانتیاو نه شتون د نه ستنېدو لویه وجه ده.

((موږ میلیونونه افغانان لیدلي چې افغانستان ته ستانه شوي دي. اوس ۲۷ لکه افغانان داسې دي چې په ایران او پاکستان کې اوسي او ښکاري داسې چې هغوی خپل کور ته په ستنېدو کې زړه نا زړه دي. مهمه وجه، یقیناً نا امني ده او دا وجه نشي نظر اندازه کېدای خو خلک له دې هم باخبره دي چې په افغانستان کې د ژوند بنیادي وسیلې، بنیادي خدمات و وسایل کم دي.))

په ملګرو ملتونو کې د ښېګڼې سفیر خالد حسیني وايي، د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې یو این اېچ سي آر له وینا سره سم، تر ۲۰۰۲ز کال وروسته ۵۷ لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول او په خپله ټولنه کې د ورجذبېدو او د ژوند د بیا پیلولو پر وخت یې مشکل حالات لیدلي دي.

((په ۵۷ لکه کسانو کې چې افغانستان ته ستانه شول، له ۴۰ تر ۶۰ فیصده پورې کسان په بریا په ټولنه کې ور جذب نه شول او یا خو بیرته ایران یا پاکستان ته لاړل او یا هم په خپل هیواد کې په دویم ځل کډوال شول ځکه چې هغوی کارونه نشي پیدا کولای، پاکو اوبو او ښوونځیو ته لاس رسی نه لري چې د ورځني ژوند تېرولو بنیادي اسانتیاوې دي.))

حسیني وايي، د دې ستونزې د هواري له پاره ښه ستراتیژي په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ ده:

((زه فکر کوم چې د دې د هواري ستراتیژي چې تېره میاشت په جینیوا کې د ایران، پاکستان، افغانستان او یو این اېچ سي آر تر منځ مخې ته راغله هغه دا وه چې موږ په افغانستان کې په مقامي، د کلیو او ټولنو په سطح د اقتصادي پر مختګ اړتیا لرو. او دا ځکه چې په افغانستان کې اوږد مهاله ټولنې جوړې کړل شي چې دا میلیونونه افغانان چې خپل هیواد ته ستانه شوي ژوند تېر کړي او دا موکه ولري چې په بریا د اوږدې مودې له پاره په خپله ټولنه کې ورجذب شي.))

خالد حسیني افغان دی او په خپله هم د کډوال په توګه امریکا ته تللی وو. ده هلته په کیليفورنیا کې ژوند تېر کړی او ډاکتر دی. دی وروسته د لیکوال په توګه مخې ته راغی او د بشري او د کډوالو چارو له پاره ورته ملګرو ملتونو د اعزازي سفیر دنده ورکړه.

د مشال راډیو خبرونو له مرکزي څانګې سره په خبرو کې حسیني وویل، په راتلونکو کالونو کې په افغانستان کې د تاو تریخوالي زیاتېدو حالات ګوري:

((زه اوس هم ګورم چې په راتلونکي یو نیم او دوه کالونو کې به په افغانستان کې نا امني وي او تاو تریخوالی به زیات شي. زه فکر کوم چې په هیواد کې به سیاسي تناو وي او په یو ډول به بشري ځمکه تنګه شي او مرستندویه ادارې به هغو خلکو ته د مرستو رسولو په لړ کې له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شي چې مرستو ته اړتیا لري.))

پر دې هر څه سر بېره، خالد حسیني هیله من دی او زیاتوي، هیله یې دا ده چې یوه ورځ به جګړه پای ته رسي، د سولې یو عمل به پیلېږي، او په جګړه کې ښکېلې ډلې به خبرو ته کښېني.

خالد حسیني هغه مهال په نړیواله توګه مشهور شو چې د کایټ رنر یا بادیوه الوزونکي په نوم یې یو داستان ولیکه چې په کې تر جګړو مخکې او وروسته د حالاتو ذکر شوی دی.

د خالد حسیني بل داستان ای تاوزنډ سپلېنډېډ سنز یا د ښادیو زر لمرونه نومېږي او دا هم د افغانستان د جګړو مختلف انځورونه ښيي.
XS
SM
MD
LG