د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې له ځانمرګي بریده ۲۵ تنه وژل شوي


د خوست ځانمرګي برید وژل شوي کسان په روغتون کې د پېژندګلو لپاره اېښودل شوي دي
د خوست ځانمرګي برید وژل شوي کسان په روغتون کې د پېژندګلو لپاره اېښودل شوي دي

نقیب الله متونوال - مشال راډيو

په خوست کې د چار شنبې په ورځ د شوي ځانمرګي بريد د مړو شميره د بهرنيو سرتيرو په شمول ٢٥ تنو ته لوړه شوې.


د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر اميربادشاه منګل وايي، چې د پيښې ځيني ژوبلو کسانو وروسته په روغتونونو کې ساه ورکړي او دا شمير اوس٢١ تنه دى، چې دوه يې پوليس او ځينې ماشومان هم پکې دي او د ژوبلو شميره ٢٨ تنه ده، چې د درو تنو حالت يې د انديښنې وړ دى. د دوى په خبره، چې په ژوبلو کې دوې ښځې هم دي.

که څه هم چارواکي وايي، چې دا يو پلى ځانمرګى بریدګر وو، خو عيني شاهدان وايي، چې بريد کوونکى پر موټرسايکل سپور وو، چې د خوست ښار سپين جومات ته څيرمه د ايساف پر هغه ولاړه ګزمه يې بريد وکړ، چې د خلکو د سترګو او ګوتو نښـې يې اخيستې.

د پيښې ځاي ته نږدې خلکو مشال راډيو ته وويل، چې مړه او ژوبل ټول غريب او بې چاره خلک، وو، چې ځيني يې موچيان، ميوه او سبزي پلورونکي، ورځپاڼه او مجله پلورونکي وو.

د دې خلکو په خبره، چې هر ځاى وينې او د انسانانو د و جود غړي پراته وو.

په دې کې شپږ نږدې خپلوان او د يوې کورنۍ درې تنکي ځوانان وو، چې ښار ته په مزدورۍ پسې وتلې وو.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په دې پېښه کې يې درې ايساف سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوي دي. که څه هم خبر پاڼې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په خوست کې دايساف په مشرۍ امريکايي سرتېري مېشت دي.
XS
SM
MD
LG