د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ځان مرګي بريد امريکايي عسکر وژلي


افغانستان: امریکايي سرتېري د خوست په سبریو کې د یاغیانو پر وړاندې په پلټونکیو عملیاتو بوخت دي.
افغانستان: امریکايي سرتېري د خوست په سبریو کې د یاغیانو پر وړاندې په پلټونکیو عملیاتو بوخت دي.


هارون باچا - مشال راډیو

واشنګټن:- فرانس پريس اژانس د امریکا د دفاع وزارت د يوه چارواکي له خولې، چې نوم يې نه دی اخېستل شوی، ليکي چې وايي دافغانستان په ختيځ کې د پوځ په يوه ګزمه د شوي بريد له قربانيانو څخه درې تنه يې امريکايي سرتېري دي-


د ناټو په مشرۍ آيساف ځواکونو د شورو د ورځې تر پېښې وروسته د دريو بهرنيو عسکرو د وژل کېدو خبرونه تاييد کړي ول خو د هوييت په اړه يې څه نه وو ويلي-

دې امريکايي چارواکي ويلي چې د خوست په ځان مرګي بريد کې څو تنه امريکايي سرتيري ټپي شوي هم دي- ده زياته کړې چې د طالبانو يوه ځان مرګي بريدګر په ياد ولايت کې په ګزمه وتلي افغان او ناټو ځواکونه د موټر سايکل په وسيله په نښه کړل، چې په نتيجه کې يې د دريو امريکايي سرتېرو په شمول ۲۱ تنه ووژل شول-

د فرانس پريس اژانس په وينا، د شورو د ورځې بريد په خوست کې د ناټو پر ځواکونو شوی په تېرو دريوو اونيو کې دوهم غټ بريد دی- اژانس زياتوي، افغان حکومت د دغه ځان مرګي بريد پړه په طالب وسله والو واچوله، چې هم د اژانس په خبره، وروسته بيا د طالبانو يوه وياند ومنله چې د خوست حمله دوئ کړې ده-

اې ايف پي ليکي، خوست د پاکستان له هغو قباييلي سيمو سره لګېدلی د افغانستان ختيخ ولايت دی چې د دغه هېواد له کنټروله بهر سيمې دي او چرته چې د امريکايي چارواکو د ادعاوو تر مخه، طالبانو او القاعده د افغانستان د خپلو عملياتو د تنظيمولو له پاره اډې جوړې کړې دي- اژانس په خوست ولايت کې د کېدونکيو ترورستي عملياتو تر شا د حقاني شبکې لاس ياد کړی، چې وايي دغه ترهګره ډله له القاعده سره نزدې اړيکې لري او ورباندې په افغانستان کې د شويو ځينو وحشتناکو ياغي حملو پړه هم اچول شوې ده-

د اژانس په ليکنه، امريکايي چارواکو له پاکستانه غوښتي چې د خپلو پولو دننه د يادې شبکې پر ضد اقدام وکړي- خو پاکستان، چې ويیل کېږي دا مهال له امريکا سره د اړيکو يې چندان خوند نشته، دريځ خپل کړی چې وايي خپلو قومي ګټو ته په اولييت ورکولو به له ترهګرۍ ضد نړيوالې مبارزې سره همکارۍ ته دوام ورکړي-

په ناټوسرتېرو شويو ورستيو بريدونو ته په اشارې يو بل خبري اژانس ايسوشي ايټېډ پريس ليکي چې په افغانستان کې د اوړي د موسم په راتګ سره، چې د دغه غرني هېواد ياغيانو ته پکې له يوه ځايه بل ځای ته سفرونه کول نسبتاً اسانه شي، دغلته روانه جګړه هم لا ګرمه شي- ای پي زياتوي، سږنی اوړی په افغانستان کې د نړيوالو هڅو له پاره ځکه په ځانګړې توګه مهم دی چې د جګړې د دې موسم پای ته له رسېدو سره به له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شي-

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الېن د راتلونکې سيپټمبر مياشتې تر پايه ۲۳۰۰۰ امريکايي سرتېري له دې هېواده وباسي، او باقي پاتې ۶۸۰۰۰ همدغلته ځای پر ځای وساتي- تمه کېږي چې نوموړی به د راتلونکي کال له پاره د خپلو ځواکونو د اېستلو د تګلارې په اړه د امريکا ولسمشر براک اوباما ته يو لړ وړاندېزونه وکړي-

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د تېر کال جګړه، د ملکي تلفاتو له پلوه د بل هر يو وخت په پرتله تر ټولو خونړۍ جګړه وه، کله چې ياغيانو ځان مرګي بريدونو او د سرک غاړې بمي چاؤدنو کولو ته زور ورکړ او په ترڅ کې يې ۳۰۲۱ کسان ووژل شول- هم د ياد سازمان د احصايو تر مخه، د سږني کال په لومړيو څلورو مياشتو کې عامو خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۶ په سلو کې راټيټه شوې، چې علت يې د تېر ژمي سختې ورځې شپې ښودل شوې دي-
XS
SM
MD
LG