د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اباسين غاړه، صوابۍ




اسرار اتل - مشال راډیو

د اباسين غاړې ته راشه
دلته تاوده وي د يارانو مجلسونه


دغه ټپې او نغمې تېره ورځ د صوابۍ په ټوپۍ کلي کې د اباسين په غاړه د يارانو په يو تود مجلس کې کېدلې. د غازي او تربيلا ډيم سره اړونده د اباسين دا غاړه که يو خوا په غرونو او چينارونو ښاېسته ده، نو بل خوا په دې ستړي ژوند کې د مازيګري د يارانو مجلسونه دې ځاى ته نوره هم ښکلا وربخښي.

ياران ځانته کټوۍ سمڅۍ پخوي او ترڅنګ يې رباب منګى هم وهي.

ددې ځاى اوسېدونکي د اباسين دا غاړه د امن غېږه ګڼي، ځکه په لرو پرتو سيمو کې په نوکرۍ تللي مسافر خلک هم د چوټۍ ورځ دې مازيګر ته راوړي.

د صوابۍ سيمې د کډي کلي يو تکړه زلمى فرخ نواز فرخ د اباسين د غاړې احساسات او ددې ځاى دا مازيګري مشال راډيوته داسې تذکره کوي:

( د اباسين د غاړې دا مازيګرى زموږ د دمې يواځينى ځاى دى،ځکه چې د ژوند کشالې ډېرې زياتې دي او د سيند د غاړې د يارانو مجلسونه او دا خوږې نظارې زموږ دغه ستړى والى ختموي.)

د صوابۍ يو بل اوسېدونکى شاه روم امان مشال راډيو ته ددې مازيګرو منظر داسې سترګو ته کړو:

(پښتانه په داسې حال کې ژوند کوي، چې ډېر ستړي شوي دي، دا مازيګري ستړى دمه کړيځکه چې دلته ښکلې ښکلې څهرې سړى وويني، د قدرت نظارې وګوري او دا د پښتنو ژوند دى، موږ خوشبخته يو په دې حواله چې پښتنو ته په غم کې او په ښادۍ کې د ژوند کولو هنر ورځي. نران دي پښتانه په دې وجه او ياد دي په دې وجه.)

د اباسين غاړې ته د خيبر پښتونخوا د لرو پرتو سيمو نه هم ليدونکي راځي. د خيبر ايجنسۍ نه راغلى شاه سعود شينوارى وايي، چې زه د خپلې خوشحالۍ احساسات په لفظونو کې نه شم بيانولى، خو يو ارمان راځي، چې افسوس زموږ په سيمه کې هم دومره خوږې اوبه وای، زموږ سيمه هم داسې ښاېسته وه لکه دا مازيګر چې دى.

دى زياتوي، چې زه په ړومبي ځل د اباسين غاړې ته راغلى يم، خو اوس مې پخه اراده کړې ده چې د هرې چوټۍ په ورځ به مازيګرى دلته راوړم.

د سيند غاړې ته د پښتونخوا د بېلابېلو سيمو نه په سلګونو خلک راغلي وو او په دوی کې ډېرو یې همدغه رنګ احساسات لرل او دا وينا يې کوله چې بايد ددې ځاى د سپايي خيال وساتل شي ځکه چې زموږ نه ورځ په ورځ داسې ځايونه ورکېږي دا زموږ کورونه او ډېرې هم دي او د مېلمه پالنې حجرې هم.
XS
SM
MD
LG