د لاسرسي ځای

خوست: ځانمرګي برید ۱۶ تنه وژلي ۳۰ ژوبل


د افغانستان پر ډيورنډ کرښه پرتې سیمې په بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه یې تر ډېره پړه په قبایلي سیمو کې پر پټو مسکوکو ترهګرو اچوي

د افغانستان پر ډيورنډ کرښه پرتې سیمې په بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه یې تر ډېره پړه په قبایلي سیمو کې پر پټو مسکوکو ترهګرو اچوي



د افغانستان په خوست ښار کې نن غرمه په یو ځانمرګي برید کې تر ۳۰ زیات افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.


دغه ځانمرګى بريد نن غرمه د خوست ښار په سپين جومات سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو شوی ، چې پکې شپاړلس عام وګړي وژل شوي ، او له دیرشو زیات ژوبل دي.

د خوست امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځى د پېښې تاييد کوي او وايي، چې سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوي،خو په وينا يي، چې د مرګ ژوبلې شميره زياته خو په اړه يې تر اوسه کره مالومات نه لري.

خو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر اميربادشاه منګل وايي، چې د خوست ملکي روغتون ته له پيښې لس مړي او ١٣ ټپيان ور وړل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

دغه راز د يو شخصي روغتون يوه سرچينه وايي، چې دوى ته هم شپږ مړي او شل ټپيان ور وړل شوي دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG