د افغانستان په خوست ښار کې نن غرمه په یو ځانمرګي برید کې تر ۳۰ زیات افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
دغه ځانمرګى بريد نن غرمه د خوست ښار په سپين جومات سيمه کې وشو ده.
د خوست امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځى د پېښې تاييد کوي او وايي، چې سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوي،خو په وينا يي، چې د مرګ ژوبلې شميره زياته خو په اړه يې تر اوسه کره مالومات نلري.
خو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر اميربادشاه منګل وايي، چې د خوست ملکي روغتون ته له پيښې لس مړي او ١٣ ټپيان ور وړل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.
دغه راز د يو شخصي روغتون يوه سرچينه وايي، چې دوى ته هم شپږ مړه او شل ټپيان ور وړل شوي دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.