د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې جمهوریت تر خطر لاندې دی


په اسلام آباد کې وکیلان د وزیراعظم ګیلاني په نا اهله کېدو خوشالي کوي
په اسلام آباد کې وکیلان د وزیراعظم ګیلاني په نا اهله کېدو خوشالي کوي



سرچینه ډان، ورځپاڼه

ژباړه:- شاهین بونیری

د بشري حقونو دفاع کونکي او د سپریم کورټ بار پخوانې مشرې عاصمه جهانګیر په ډان ورځپاڼه کې خپره شوې یوه مقاله کې لیکلي چې په پاکستان کې سیاسي عمل کیدې شي یو ځل بیا د تاریخ برخه جوړه شي.


عاصمه جهانګیر لیکي د پاکستان واکمنو هر وخت د خپل ولس باور زیان من کړی دی او د عدلیه په ګډون هر یو تن هڅه کوي چې خپل ځان بچ کړي.

په عین حال کې هیواد د سیاسي بې قراري د یوبل پړاؤ په لور روان شوې دی. کیدای شي په پای کې د عقل نه کار واخستل شي خو په دغه دوران کې به ډیر امیدونه خاورې ایرې شي. دا په پاکستان کې د خفګان ورځې دي.

عاصمه جهانګیر وړاندې لیکي په پاکستان کې د جمهوري حکومت څلور کالونو خلکو له لږه خوشالي ورکړه خو په راتلونکې کې به لوږه او تورې شپې د جمهوریت علامتونه ګڼل کیږي او د سیاسي ګوندونو د کار اندازه به په ټې وي د سیاسي مشرانو د خرابې رویې او بې وفايۍ نه لګي. یواځې عدلیه وه چې خلکو پرې باور کاوه، خو څو کاله وروستو هغه هم ختم شو.

عاصمه جهانګیر لیکي د ججانو کار ته باید د هغوی د ایماندارۍ او د هغوی د فیصلو په بنیاد وکتل شي نه چې په بار رومونو کې د هغوی د پلویانو د شمیرې په بنیاد. دغه شان باید وکیلان هم د اصولو لار خپله کړي.

عاصمه جهانګیر لیکي په میډیا کې چې په چا تورونه ولګېږي نو خفګان کیږي خو کله چې دا د عدلیې ایوانونو ته ورسي نو ډیره د بدنامۍ خبره ده. عدلیه باید د نورو خلکو د ښه یا بد نوم په اړه دومره حساسه وي څومره چې د خپل نوم په اړه حساسه ده. عدلیه د بیان او اظهار د ازادۍ حفاظت کونکي وي له دې کبله د عدلیې له خوا په میډیا بندیزونه باید متوازن وي. میډیا باید د خپل یو چوکاټ د لاندې کار وکړي او خپلې قاعدې او ضابطې ولري.

د مقالې په پای کې راغلي جمهوري عمل کیدای شي د لږ وخت لپاره پاتې شي. اسټیبلیشمنټ خپل کارډونه ډیر په استاذۍ لوبولي دي. او ولسي ادارې يي له یوبل سره اخته کړي دي. خو په پای کې به دا لوبه هیڅ څوک هم ونه ګټي ځکه چې څوک يي وګټي هم هغه به د یوازیتوب ښکار وي. او د څه کار کولو قابل به نه وي.
XS
SM
MD
LG