د لاسرسي ځای




ظفر کریمي - مشال راډيو

کراچۍ: د پاکستان د سیند صوبې په کراچۍ کې د بشري حقونو تنظیمونو او زیاتره دوکاندارانو د حکومت هاغه ګام غندلی دی چې دوکانداران دې په خپله دفاع کې کلنګ اخیستونکي او رخنه ګر(شرخوښي) ځای پر ځای ووژني. هغوی غوښتنه کړې چې د امنیت ټینګولو لپاره دې حکومت خپله ذمه واري په خپله ترسره کړي.


دا غبرګون له هغه وروسته راغلی چې په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ او کلنګ اخیستنې د مخنیوي په خاطر سند حکومت دوکاندارنو ته ویلي دي چې د خپلې دفاع له پاره دې لایسنسداره وسله ترلاسه کړي ـ ددې ترڅنګ حکومت امنیتي ځواکونو اودوکاندارانو ته واک ورکړی دی چې ترهګر او کلنګ اخیستونکي دې د لیدو سره سم په ګولۍ وولي ـ

د بشري حقونو د سازمان غړی او د قانون پخوانی وزیر اقبال حیدر وایي ،که حکومت غواړي په ښار کې امن راولي نو باید په لومړي سر کې ښار له وسلې پاک کړي ،نه دا چې داسې ګامونه اوچت کړي چې له کبله یې د امنیت موضوع لاپسې پیچلي شي.

((د حکومت دا حکم ناقانونه ،بې منطقه او غیر انساني دی ـ پولیسو ته دا واک په کوم بنیاد ورکول کیږي چې هغه دا ووایي چې څوک مجرم دی او څوک نه ـ دا خو یوازې د محکمې کار دی چې چاته سزا ورکړي ))

اقبال حیدر زیاته کړه هغه پولیس چې مخکې یې په داسې عملیاتو کې برخه اخیستې ده هغوی ټول د پرویز مشرف د حکومت او یا هم د اوسني حکومت په زمانه کې په نښه شوي دي ـ
خو د کراچۍ د سوداګرو د اتحادیي مشر عتیق میر بیا په اوس وخت کې د حکومت له خوا پورته شوې دا ګام د سوداګرو لپاره ګټور بولي ـ

((پولیس مشر چې کوم اعلان کړی دی اوس مهال دا یو ښه ګام ثابتیدی شي او هغه ځکه چې کله حکومت څه نه کوي نو سوداګر مجبور دي چې د خپلې دفاع له پاره پخپله ملا وتړي ))

بل لور ته د کراچۍ د سوداګرو د یو بل تنظیم ال کراچي انجمن تاجران چارواکي وایي چې دا د سوداګرو له پاره ناشونی کار دی ځکه چې سوداګر به وسله چلوي که کاروبار به کوي ـ د یاد شوي اتحاد مشر رفیق جدون وایي

((کراچۍ کې د ۷ نیم لکو نه تر ۸ لکو پورې دوکانداران دي ،حکومت به اخر څومره دوکاندارانو ته لایسنسونه ورکوي ـ د سوداګرو کار دفاع کول نه دي دا د حکومت کار دی ، د سوداګرو کار دادې چې کاروبار وکړي ـ ددې نه ښکاري چې حکومت خپله ذمه واري هم سوداګرو ته ورسپاري او له دې نه ښکاري چې حکومت ناکام شوی دی ))

دا چې د خپلې دفاع په خاطر وسلې ته لاس کول به ټولنه څومره خوندي کړي او دا به د خلکو په ټولنیز ژوند څه اغیز ولري په دې اړه د کراچۍ یونیورسټۍ د ټولنپوهنې د څانګې استاز ډاکټر فتح محمد وایي،

((دداسې واک ورکولو څخه به ټولنه کې بدامني زیاته شي ـ که د نړۍ په تاریخ نظر واچو نو هغه ټولنې چې خلکو ته پکې داسې واک ورکړل شوی وي چې د خپلې دفاع په خاطر خلک ووژنۍ نو هلته امن نه وي ـ که حکومت د امن په راوستو کې سنجیده وي نو بیا پر ځای ددې چې خلکو یا پولیسو ته په ګولۍ د ویشتو واک ورکړي،پکار ده دغه عناصر ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري ))

د هغه په خبره اوس مهال کراچۍ ښار د باردو په یو انبار بدله شوې او په داسې وخت کې که پولیس یا کوم دوکاندار آن د خپلې دفاع په خاطر هم په چا ډزې وکړي نو په بدله کې به یې یوه نه یوه ورځ د ډزو کولو والا په نښه کیږي او داسې مخکې شوي هم دي ،نو ځکه دا ډول واک ورکول د امنیت دپاره ګټور نه دي ـ
XS
SM
MD
LG