د لاسرسي ځای

امریکا په افغانستان کې له روسيې سره همکاري پراخوي


د امریکا ولسمشر براک اوباما له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د مېکسیکو په لوس کابوس کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې روغبړ کوي

د امریکا ولسمشر براک اوباما له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د مېکسیکو په لوس کابوس کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې روغبړ کوي



هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- د امريکا حکومت د ګل په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو وويل چې په افغانستان کې د امنييت او ثبات د ټينګښت به برخه کې يې له روسيې سره خپلو ګډو همکاريو ته دوام ورکړی دی-


د امريکا د خارجه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، دغه هېواد د روسيې هغه هڅې چې غواړي افغانان د يوه سوله يیزه او سوکاله راتلونکي خاوندان شي، په رسميت پېژني-

دغه راز وييل شوي چې امريکا او روسيه تر دا منځ د يوې غښتلې همکارۍ په ترڅ کې د افغان حکومت د هغه کوښښونو ملاتړ کوي چې هدف يې دغه هېواد په خپل ځان بسيا کول او د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق په څېر له مسالو پاکول دي- په دې لړ کې د امريکا حکومت البته د لا ډېر نړيوال ملاتړ په خبره ټينګار کړی دی-

په اعلاميه کې په ځانګړې توګه د روسيې د هغو مرستو يادونه شوې چې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو د لېږد او رالېږد په برخه کې يې نېغ په نېغه له امريکا او يا هم له ناټو سازمان سره د همکارۍ په ترڅ کې کوي-

راپورونه په عين حال کې وايي ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د اړتياوو پوره کولو له پاره وروسته له هغې د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو لارو کارولو ته مخه کړه چې پاکستان په مومندو شوي د تېرې نومبر مياشت د ناټو د بريد په ځواب کې ددې سازمان پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې، چې ويل کېږي لا يې هم بيرته پرانېستلو ته زړه ښه کړی نه دی-

د امريکا د خارجه وزارت په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې د قانون د عملدارۍ او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې امريکا او روسيه په ګډه لګيا دي له اړوندو افغان ارګانونو سره خپلو پراخو همکاريو ته دوام ورکوي- اعلاميه زياتوي چې دواړه هېوادونه د هغې هراړخيزې تګ لارې ملاتړ کوي چې موخه يې په افغانستان کې د نشه يي توکيو کښت له منځه وړل او پر ځای يې افغان بزګر بديل فصلونو کرلو ته اړ کول دي-

په خبرپاڼه کې د امريکا حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د ناټو او روسيې د شوری د هڅو ستاينه هم کړې چې وايي په ترڅ کې يې د ۲۰۰۶ م کال نه را په دېخوا د منځنۍ آسيا، افغانستان او پاکستان څه د پاسه ۲۰۰۰ تنه قانون نافذ کوونکي مامورين تربيه شوي دي-

په اعلاميه کې همداراز د افغانستان دننه او په شاوخوا کې، د القاعده په شمول د يو شمېر نورو ترهګرو ډلو موجودييت ته اشاره شوې چې وايي امريکا او روسيه په دوامدار ډول د ترورزم له ګډ خطر سره مخامخ کوي-

په خبرپاڼه کې هوډ ښکاره شوی چې د شريکو هڅو په ترڅ کې به د ترهګرو دغه عملياتي شبکې تجزيه او مالي سرچينو ته د دوۍ د رسيدګۍ لارې وتړل شي-

په اعلاميه کې د امريکا حکومت ویلي چې له روسيې او ناټو سره يې په ګډه د افغان امنييتي ځواکونو د پياوړتيا په مقصد د روسي ساخت ايم آئ ۱۷ او ايم آئ ۳۵ هيلي کاپټرو د ساتنې مالي صندوق جوړ کړی دی- دغه راز وييل شوي چې روان کال به د هيلي کاپټرو ۳۰ تنه افغان تکنيشن روسيې ته سفر وکړي چې د هيلي کاپټرو د مرمت پر مخ تللې تربيې تر لاسه کړي-

د امريکا حکومت په افغانستان کې له روسيې سره د خپلو ګډو همکاريو خبر په داسې حال کې ورکوي چې ټاکل شوې افغان ځواکونه به د خپل هېواد د امنييت بشپړ ذمه وارئ راتلونکی کال په غاړه کړي چې دغه ډول به زياتره بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه د وتو جوګه شي-
XS
SM
MD
LG