د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني نا اهله وګرځول شو


وزیراعظم سید يوسف رضا ګيلاني
وزیراعظم سید يوسف رضا ګيلاني


د پاکستان سپريم کورټ درې کسیزه جرګګۍ (بينچ) په خپله لنډه پرېکړه کې وزیراعظم سید يوسف رضا ګيلاني نااهله ګرځولی دی.



د سرکاري ټيلي وژن پي ټي وي د خبر له مخې سپريم کورټ د قامي اسمبلۍ د سپيکرې فهمیده مرزا پر د هغه حکم پر وړاندې د دایر شویو درخواستونو فيصله واوروله چې د وزیراعظم له نااهله کولو یې انکار کړی وو.

د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ چې مشري يې چيف جسټس افتخار محمد چودري کوله، په خپله لنډه فيصله کې ويلي چې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني له ۲۶م اپرېل راهیسې نااهله دی. او له دې سره سره یې د قامې اسمبلۍ غړيتوب هم ختم شوی دی.

سپريم کورټ اليکشن کميشن ته حکم کړی چې د يوسف رضا ګيلانی د نااهلۍ مکتوب دې خپور کړي.

په دې موقعه سپريم کورټ الېکشن کميشن ته حکم ورکړی چې د يوسف رضا ګيلاني د نااهلۍ مکتوب دې جاري کړي، او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته یې هم ویلي چې د یو بل وزیراعظم انتخاب دې وکړي.

له دې وړاندې سپريم کورټ د اپريل په ۲۶ نيټه وزيراعظم ته د ۳۰ سېکېنډه سزا اورولې وه او دا معامله يې د قامي اسمبلۍ سپیکرې ته سپارلی وه.

هغې د وزيراعظم له نا اهله کېدو انکار کړی وو. چې وروسته د سپیکرې فهمیده مرزا د فیصلې پرضد پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې او تحريک انصاف په سپريم کورټ کې درخواستونه جمع کړي وو.
XS
SM
MD
LG