د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کراچۍ کې امن ساتل د حکومت کار دی"




د پاکستان د سیند صوبې په کراچۍ کې د بشري حقونو تنظیمونو او زیاتره دوکاندارانو د حکومت هاغه ګام غندلی دی چې دوکانداران دې په خپله دفاع کې کلنګ اخیستونکي او رخنه ګر یا شرخوښي ځای پر ځای ووژني. هغوی غوښتنه کړې چې د امنیت ټینګولو لپاره دې حکومت خپله ذمه واري په خپله ترسره کړي.


په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ او کلنګ اخیستنې د مخنیوي په خاطر سند حکومت دوکاندارنو ته ویلی چې د خپلې دفاع لپاره دې لایسنس داره وسله ترلاسه کړي ـ ددې ترڅنګ امنیت ساتونکو ځواکونو ته یې هم امر کړی چې ترهګر او کلنګ اخیستونکي دې له لیدو سره سم ووژني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG