د لاسرسي ځای

د نشيي توکیو ضد د امریکا و افغانستان تړون




په کابل کې د امریکا سفارت وايي، افغانستان او امریکا په دا وروستیو کې یوه موافقه لاسلیک کړې چې له مخه به یې دا هیواد له افغانستان سره د نشیي توکیو خلاف د هلوځلو لپاره دېرش ملیون ډالره مرسته کوي.


د امریکا د سفارت د یوې خبرپاڼې سره سم، دا موافقه د قانون د حاکمیت د ادارې د سرپرست او د افغانستان د مالیې او د مخدرو موادو سره د مبارزې د وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوې ده.

امریکا په داسي حال کې د افغانستان سره د نشيي توکیو د مخنیوي لپاره دا مرسته وکړه چې د یوه تازه رپورټ له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کرونده د تېرو څلورو کلونو په نسبت ۴۰ فیصده کمه شوې ده.
XS
SM
MD
LG