د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرقه ییزو وژنو تر شا څوک دي؟






بوریوال کاکړ

پراګ : په بلوچستان او په خاصه توګه د کوټې په ښار کې له تېرو څو کلونو راهیسې د تاو تریخوالي لړۍ دوام لري. په دې کې په سلګونه کسان وژل شوي ، ټپي شوي او کاروبارونه یې اغېزمن شوي دي.

د شنونکو په وینا د دې تاوتریخوالي تر ټولو مهم دوه اړخونه دي. یو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو ترمنځ جګړه او له دې سره تړلې هدفي وژنې دي.

او بل په دې صوبه کې او په ځانګړې توګه د کوټې په ښار کې فرقه ییزې هدفي وژني دي چې ټول ملت پال ، سیا سي او مذهبي ګوندونه یې په خپل خپل انداز کې غندنه کوي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني پوځ ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه د بلوچستان ټول بلوڅ او پښتانه ګوندونه بېل بېل دریځونه لري. دوی په دې صوبه او په ځانګړې توګه د کوټې په ښار کې د روانو فرقه ییزو وژنو ټول غندنه کوي.

خو شنونکي او دا ګوندونه د فرقه ییزو وژنو بېل بېل لاملونه په ګوته کوي. په کوټه کې ژورنالسټ او د صوبې پر حالاتو نظر لرونکی شهزاده ذوالفقار د فرقه ییز تاوتریخوالي په اړه وايي.

( دا تشدد ګوري ، دا کوشنیان ګوري ، ښځې ګوری ، بس یو تشدد روان دی او خلک نه نیول کیږي خلک نه. زه چې ګورم نو پولیسو ، پوځ او یا استخباراتي ادارې و سیاسي او نورو مسلو ته ډېر پام کوي. زما په خیال چې دوی دې ته ډېر ارزښت نه ورکوي)

په دې فرقه ییزو پېښو کې د هزاره ډیموکرټیک ګوند د پخوانی مشر حسین علي یوسفي په ګډون په لوی شمېر هزاره ګان وژل شوي دي.

د هزاره ډیموکرټیک ګوند اوسنی مشر عبدالخالق هزاره د دې پړه د حکومت پر ناکامي او امنیتي ادارو اچوي.

( دلته چې څومره ترهګري شوې ده د هغه په اړه به زه دا وایم چې زموږ د حکومت ناکامي هم ده او حکومت له دې ترهګرو سره لاس هم لري )

د جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمان ډلې ) یو صوبايي مخکښ او سنېټر حافظ حمدالله وايي چې دا فرقه ییزې وژنې د پاکستان خپلې ادارې د دې لپاره کوي چې امریکا ته خپله وفاداري وښيي.

( دوی خو به امریکا ته دا ورثابتوي چې ستاسو په ملګرتیا چې ما کومه جګړه بیل کړې ده د هغه له کبله دا هر څه کیږي. دوی امریکا ته دا ور ښکاره کوي چې ستا د ملګرتیا په بدل کې دا تاوان ماته رارسیږي. خو زما په خیال چې دا یو له مخه جوړ کړل شوی پلان او منصوبه ده)

د بلوچستان نشنل پارټی یو مشر پخوانی سنېټر ثناء الله بلوڅ بیا وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د بلوڅو د ملي مبارزې د بې اثره کولو لپاره دا فرقه ییزې نښتې کوي.

( له تېرو لسو کالو راهسې په بلوچستان کې داسې جنایت کارې دلې جوړې کړل شوي دي چې ویل کیږي د حکومت مرسته ورسره ده. حکومت غواړي چې په دې د بلوڅانو د ملي مبارزې اغېز کم کړي)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي د پښتنو او بلوڅو په ټولنه کې د مذهب پر اساس هیڅ اختلاف نشته. د هغه په وینا دا د پاکستان استخباراتي ادارې دي چې د ولسونو د جنګولو هڅه کوي.

(زموږ د ګوند او د ټولو پښتنو او ګوندونو دا دریځ دی چې د پښتنو او بلوڅو په ټولنه کې د فرقو پر اساس هیڅ اختلاف نشته. دا د پاکستان جاسوسي ادارې دي چې هغه څه پیدا کوي کوم چې له سره وجود نه لري)

د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرټر نصیب الله بازی هم دا مني چې د بلوچستان په خلکو کې د فرقو پر اساس اختلاف نشته او د هغه په وینا د دې وژنو لړۍ له پنجاب صوبې څخه بلوچستان ته مخه کړېده.

خو نصیب الله بازی د شنونکو ، سیاسي او مذهبي ګوندنو له دې نظر سره اختلاف لري چې ګواکې د دې فرقه ییزو نښتو تر شا په خپله د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دی.

( زه دا نه منم چې سرکاري ادارې دي په دې کې لاس وي. هغه ځکه چې د حکومتي ادارو خپل خلک په دې کې وژل شوي دي. نو زما په فکر دا د سیاسي ګوندونو یو سیاسي بیان کېدای شي خو له حقیقته ډېر لري دي)

په بلوچستان کې چې کومې فرقه ییزې وژنې رامنځ ته کیږي د هغوي زیاتره پړه د لښکر جنګوي په نامه هغه ډله اخلي چې د پاکستاني حکومت له خوا پر بندیز سربېره فعاله ښکاري.
XS
SM
MD
LG