د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر یونیورسیټي بس چاودنې۶ وژلي ۵۰ ژوبل





د بلوچستان په مرکز کوټه کې د انفارمېشن ټېکنالوزي پوهنتون پر یو بس د ریموټ کنټرول برید شپږ طالبعلمان وژلي او ګڼ نور ژوبل دي چې پکې لس انجونه زدکونکې دي.

د مشال خبریال وايي، له پېښې وورسته پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن لاریون کړی او دا يې د تعليم ضد عمل بللى دى.

له مشال راډيو سره په خبرو کې پولیس وايي، چې په مرګ ژوبلو کې زدکونکي او پولیس هم شامل دي.

د راپورونو له مخې په څه باندې ۵۰ زخمیانو کې ۲۰ تنه ډېر سخت ژوبل دي.

ډېری زخمیان د کوټې سیول هسپتال ته وړل شوي او زیات ژوبل یې پوځي روغتون(سي ایم ایچ) ته وړل شوي دي.

د مشال خبریال د پولیس چارواکو له خولې وايي، چې په بس کې د آی ټي یونیورسیټي زدکونکي سپاره وو چې ډېری یې له هزاره قبیلې سره تعلق لري. دوی وايي کله چې بس د ښار جناح ټاون ته ورسېدلی نو هلته د وړاندې ولاړ یو الټو ګاډۍ چې بارود پکې اېښودل شوي وو په ریموټ کنټرول والوزول شو.

د كوټې د پوليسو مشر مير زبير تر پېښې وروسته له رسنيو سره په خبرو كې وويل:

((مالومېږي چې د بمي چاودنې هدف د بلوچستان آی ټي یونیورسیټۍ بس وو، د سړك پر بله څنډه هم لارویان ټپيان شوي او زموږ څلور پوليس هم ټپيان شوي دي چې د بس د امنيت ساتلو په خاطر د بدرګه لپاره ورسره وو.))

د سترګو لیدلی حال وايي چې چاودنه د زلزلې هومره زوره وه، چې شاوخوا کورونو، او ګڼو موټرانو، رکشو او موټرسایکلانو ته یې زیانونه رسولي دي.

د پوليسو مشر وايي په چاودنه كې تر څلوېښتو كيلوګرامو زيات چوونكي توكي كارول شوي دي چې په ريموټ كنټرول الوزل شوي دي. په چاودنه كې يوه ټپي زدکونکي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

((موږ روان وو چې ناڅاپه جناح ټاون ته نيژدې چاودنه وشوه، پر سترګو مو تياره شوه ډېر كسان ټپيان شوي وو، په بس كې زما په ګډون اته تنه نور افغان محصلين سپاره وو چې څلور ټپيان شول او يوه ژوند له لاسه وركړ))

په کوټه کې د افغانستان قونصلګرۍ يوه چارواکي سيد جميل احمد دروېش مشال راډيو وويل چې په پېښه کې څلور تنه افغان زدکونکي ټپیان شوي او یو یې وژل شوی دی دده په خبره د درو تنو حالت ښه دى .

نوموړی وايي، چې افغان زدکونکي د افغانستان د حكومت له خوا په رسمي توګه د زدكړو لپاره را لېږل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په كوټه او شاوخوا سيمو كې تر دې وړاندې هم پر هزاره توكمه شعيه مسلمانانو باندې بمي او هدفي بريدونه شوي دي چې د اكثرو مسووليت د لشكر جنګوي په نامه سني وسلواله ډله پر غاړه اخلي. دا چې دغه بريد به د چا له خوا تر سره شوى وي، تر اوسه پورې يې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
XS
SM
MD
LG