د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کراچۍ کې به رخنه ګر ځای پر ځای وژل کېږي"


به کراچۍ کې د شخصي مساپر بسونو تر څنګ ریسټورانونه هم په نښه کېږي
به کراچۍ کې د شخصي مساپر بسونو تر څنګ ریسټورانونه هم په نښه کېږي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: په کراچۍ ښار کې د تشدد په پېښو کې له وړمې ورځې راهیسې ۱۶ کسان وژل شوي دي ـ د سند صوبې د پولیسو مشر ویلي، پولیسو ته امر شوی چې رخنه ګره ( شرخوښونکي) دې ځای پر ځای ووژني.

د اتوار په ماښام خبري غونډې ته په وینا کې د سند صوبې ځای ناستي (قایمقام) آی جي غلام شبیر شیخ ویلي دي چې یواځې د اتوار په ورځ د اخ و ډب په پېښو کې ۱۳ کسان ووژل شول ـ د هغه په خبره په وژل کې ۵ کسان د هدفي وژنو ښکار شوي د ۵ کسانو پیژندګلو نه ده شوې او پاتې نور د شخصي دښمنیو له کبله وژل شوي دي ـ

هغه زیاته کړه د ښار هاغه برخې چې د تشدد پېښې پکې رامنځته کیږي او یا هم هاغه سېمې چرته چې له سوداګرو کلنګونه اخیستل کیږي ،هلته په ساده جامو کې پولیس سرتیري ځای پر ځای شوي دي ((په متاثره سیمو کې موږ خپل سرتیري ګمارلي دي او که یو بده پېښه مخې ته راځي نو هغوی ته مو امر کړی چې رخنه ګر( شرخوښي) پر هاغه ځای ووژني. کومو سوداګرو سره چې وسله شته هغوی هم په خپله دفاع کې کلنګ اخستونکي په ګولۍ وژلای شي او هغه سوداګر چې وسله ورسره نشته هغوس ته به د وسلې اجازت نامې ورکوو ))

غلام شبیر شیخ کړه ، هغه عناصر چې د یوې پېښې روستو هنګامې او بلوې کوي له هغوي سره به هم ورته چلند کیږي.

هغه وویل، په دې لړ کې به د هیڅ یو سیاسي ګوند فشار ونه مني او باوري دی چې پولیسو ته له ورکړل شوي دې واک سره د کراچۍ په ښار کې د جرمونو کچه راټیټه شي ـ

بلخوا ته پولیسو ته د ورکړل شوي دې واک روستو هم د ښار په ګلستان جوهر، نوې کراچۍ او اورنګي ټاون په سېمو کې د اتوار او ګل په منځنۍ شپه د تشدد پېښې رامنځته شوي دي چې د ژغورنې د ادارو په وینا په کې درې کسان وژل شوي دي ـ په دې توګه له وړمې ورځې راهیسې د ښار په بېلا برخو کې د وژل شویو کسانو شمیره ۱۶ ته لوړه شوې ده ـ

د یادونۍ وړ ده چې په کراچۍ ښار کې له تیرې یوې اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي سلسله روانه ده ـ چې په ترڅ کې یې زیاتره وخت د سیاسي او مذهبي ګوندو د پلویانو ترڅنګ عام ولس هم په نښه کیږي ـ
XS
SM
MD
LG