د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستانيو اورپکو ډلو لاس ترمنځني اسیا رسیدلی


دافغانستان د ملي امنیت دادارې ویاند شفیق الله طاهري
دافغانستان د ملي امنیت دادارې ویاند شفیق الله طاهري

حمید مهمند
ـــــــــــــــــــــ
کابل



افغان استخباراتي مامورین وایي، په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې د افغانستان ترڅنګ اوس هڅه کوي، چې د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو امنیتي وضع هم خرابه کړي.

د ملي امنیت د ادارې یو ویاند د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی داسې کس نیولې، چې له تاجکستان څخه یی کسان پاکستان ته بیول، څو د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کړي او بیا ورانکاري ته یی وهڅوي.

ددې ترڅنګ د ملي امنیت اداره وایی، چې وسله والو مخالفینو په کابل کې د اسیا د زړه د سیمه ایز کنفرانس د ګډوډولو هڅه هم کوله، چې مخه یی نیول شوې.



د افغان استخباراتي مامورینو له ویناو داسې ښکاري، چې په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې نه یوازې د افغانستان بلکه د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو د نا امنه کولو هڅې هم کوي.

د ملي امنیت د ادارې یو ویاند شفیق اله طاهري وویل، چې ددوی ځواکونو اوس اوس په بدخشان کې یو تاجک وګړی د ورانکارو فعالیتونو په تړاو نیولی دی.

ښاغلي طاهري، چې د یکشنبې په ورځ یی یوې خبري غونډې ته وینا کوله ددې نیول شوي تاجک وګړي د اقرار پر بنسټ وویل، چې همدا اوس یو شمیر تاجک وګړي د پاکستان په مذهبي کمپونو کې د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کوي.
غږ:
ژباړه:
د پاکستان د پښتونخوا ایالت په وزیرستان او میرانشا کې میشتې ترورستي ډلې او په تیره بیا د القاعده او سراج الدین حقاني ډلې غواړي، چې د تاجکي او ازبکستاني طالبانو په وسیله په تاجکستان کې خپل ترورستي او تخریبي فعالیتونه زیات کړي. پدې مرکز کې د تاجکستان شاوخوا پنځوس وګړو د پاکستاني او تاجکي استادانو او وسله والو لخوا تر روزنې لاندې وو.

ښاغلي طاهري وویل، چې دغه تاجک وګړی اصیل الدین نومیږي او له ده نه دوه جعلي تذکرې او د پاکستان یو شناختي کارډ هم ترلاسه شوي.

د هیواد په شمال کې دا تاجک وګړی پداسې حال کې نیول شوی، چې همدا اوس په دغو سیمو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د وسله والو د پټو فعالیتونو رپورَټونه ورکولې کیږي.

دغه وسله وال تر ډیره ویل کیږي، چې د طاهر یولداش له ډلې سره تړلي خلک دي، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزل شوي او نه یوازې په افغانستان کې بلکه د منځنۍ اسیا په ځینو هیوادونو کې هم فعالیت کوي.

د ملي امنیت ویاند دا هم وویل، چې له دغه تاجکستاني وګړي سربیره دوی په کابل کې دوه پاکستانیان او نهه افغانان د ځان وژونکو حملو د پلانولو په تړاو نیولي دي.

دده د معلوماتو له مخې دغو کسانو د حقاني شبکې او طالبانو په لارښوونه غوښتل، چې په کابل کې ځان وژونکې حملې وکړي او د اسیا د زړه سیمه ایز کنفرانس مختل کړي.نوموړی زیاتوي:

(( دښمن زیات تیاری نیولې وو، څو اجازه ورنکړي، چې دا کنفرانس په افغانستان کې جوړ شي او که جوړ هم شي، نو باید په هره بیه، چې ممکن وي د کابل امنیتي وضع خرابه شي، څو ځآن ته یو تبلیغاتي دستاویز جوړ کړي. په خوښۍ سره، چې د افغانستان امنیتي ځواکونو شپه او ورځ په پوره صداقت سره هڅه وکړه او په کابل ښار کې یی امنیت ټینګ کړلو.))

تر دې مخکې افغان حکومت او کتونکو څو څو وارې خبرداری ورکړی وو، تر هغو، چې په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې و نه ځپلې شي، افغانستان او سیمې ته ورپیښ امنیتي ګواښونه له منځه نشي تلای.

اکثره هغه ترهګر، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالۍ له حملې مخکې دلته وو، اوس په پاکستان کې میشت دي او له هغه ځایه د بهرنیو ځواکونو پر ضد حملې پلانوي.

که څه هم د امریکا لخوا د پاکستان په قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو راکټي حملې په وقفه یی ډول دوام لري، خو کتونکو د دغو ترورستي مرکزونو پر ضد د لا زیات پراخ او جدي اقدام سپارښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG