د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه مړ شو، دجهادي ترانو بازار سوړ شو




دمجید بابر لیکنه
ــــــــــــــــــــــــــ


د القاعده شبکي د مشر اسامه بن لادن د وژنې او په خيبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ نه ختميدونکو عملياتو له امله اوس په جهادي سندرو او نظمونو مبني د هغو کيسټونو او سي ډي ګانو مارکيت پاتي نه دی، کوم چې به په يو وخت کې د زرګونو په شميره خرڅيدې.


د نظمونو او جهادي سندرو ثبت شوي کيسټونه او سي ډي ګاني به زياتره د تحريک طالبان پاکستان لخوا خپريدې.

په پيښور کي د کیسټونو او سي ډي ګانو د خپرولو د يوي اداري مشر محمد حفيظ وايي چی څه موده مخکې د دا ډول کيسټونو او سي ډ ي ګانو چې پکي به جهادي نظمونه، د پښتو د مشهورو سندرو په طرزونو ثبت وو ، د ټولنې يوې خاصې برخي خوښولې، او د سي ډي او کيسټ د بازار يوه مالي برخه يې جوړوله، خو دده په وينا اوس ددغو کيسټونو او سي ډي ګانو د خو ښونکو شميره د نیشت برابر ده .

نازیه اقبال او همایون خان د بښتو ژبې خوږ ژبي هنرمندان
نازیه اقبال او همایون خان د بښتو ژبې خوږ ژبي هنرمندان


په پيښور کې د يوې بلې کيسټ او سي ډي ګانو د خپرولو ادارې مشر خورشيد عالم وايي چې اوس خلک دا ډول سي ډي ګانې او کيسټونه، نه اخلي او دده په وينا يو کال مخکې به تقريبا هر يو ميوزک سنټر دا ډول سي ډي ګانې او کيسټونه چې پکې به جهادي سندرې وې په خپلو دوکانونو کی ساتل ،خو دده په وينادا څیزونه اوس هم دوکانانو کې وي خو خلک یې نه اخلی. خورشید عالم زياتوي چې اوس د وسله والو او جهادي ډلو له خوا هغه ويره چې د عامو وګړو په زړه کې به وه هغه اوس ختمه شوې ده او ځکه اوس خلک دا ډول کيسټونه، او سي ډی ګانې نه خوښوي.

په قبايلي سيمه خېبر کې ميشت، شاعر ، لیکوال او پروفيسر اسلم تاثير وايي چې د دا ډول سي ډي ګانو او کيسټونو لپاره شعرونه او نظمونه ليکل څرګندوي چې په سيمه کې روانو کړکيچنو حالاتو د ټولنې هره برخه اغيز منه کړې وه او ځکه به ولس دا ډول کيسټې او سي ډي ګانې خوښولې.
د هارون باچا کیسټونه ډیر خرڅیږي
د هارون باچا کیسټونه ډیر خرڅیږي

د تيرو څو کلونو راهیڅې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې به خلکو د خپلو موبايل ټيلي فونونو رنګ ټونونه هم په دا ډول جهادي نظمونو او سندرو مبني وو خو د يو شمیر ميوزک سنټرو مالکان او موبايل ټيليفون خرڅونکي وايي چې اوس په دغو کي کمی راغلی دی او خلک بيا د ګل پاڼې، نازیه اقبال ، او هارون باچا سندرې ، ټپې او غزلونه خوښوي.
XS
SM
MD
LG