د لاسرسي ځای

د برما انګ سان سوچي وايي ټوله دنیا کې سوله غواړي




له نیویارک ټایمزنه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
د فرخنده وزیر ژباړه


په اوسلو ښار کې د برما انګ سان سوچي د نوبل امن جایزې د تر لاسه کولو په پروګرام کې وویل، د امن لپاره د دې سفر لا نه دی ختم، او زیاته یې کړه دا به د خپل پلار مشن سر ته رسوي.


په نیویارک ټایمز کې سټیون ارلانګر وایي، په اوسلو کې د برما انګ سانګ سوچي ته د نوبل امن جایزه ورکړل شوه، او په دغه وخت هغې وویل، دې ته دا مالومه وه، چې نړۍ به د برما خلک نه هیروي.

سوچي ته دغه جایزه په ۱۹۹۱ کې د ناروی نوبل کمیټي ورکړي وه، چې یویشت کاله وروستو یې د تیر خالي په ورځ تر لاسه کړه. لیکوال وایي، دا د دې خبرې یو څرګند مثال دی، چې نړۍ په کلونو نظر بنده شوې او سوچې نده هیره کړي.

د امن جایزې د ترلاسه کولو په پروګرام کې انګ سان سوچې وویل:


دبرما نوبل انعام ګټونکې میرمن انګ سان سوچي

دبرما نوبل انعام ګټونکې میرمن انګ سان سوچي



(( په برما کې اوس هم داسې قیدیان شته، او دا ویره موجوده ده، چې پیژندل شوي قیدیان خو به راخلاص شي، او هغه چې څوک یې نه پیژنې امکان دی، چې هیر به شي. زه دلته ولاړه یم ، ځکه چې زه هم یو ځل د ضمیر قیدي وم، او څنګه چې تاسو ماته ګورئ او ما اورئ ، نو مهرباني وکړئ ، او دا خبره یاده وساتئ، چې د ضمیر قیدي یو ریښتونی کس ويً.))

لیکوال سټیون وایي، دغه موقعه د انګ سان سوچي لپاره ډیر اهمیت لرلو، په راروانه اونۍ کې به سوچي د ووه شپیتو کالونو شي، هغه اوس د ماینمار د پارلیمان غړې، او د مخالف سیاسي ګوند مشره ده، خپل پلار یې نه دی هیر کړی. د سوچي پلار جنرل انګ سان د برما د ازادۍ د هیرو په توګه پیژندل کیږي، چې په ۱۹۴۷ م کال کې ووژل شو، او سوچي په هغه وخت کې د دوو کالو وه.

د اوسلو په سټي هال کې چې پکې د ناروې شاهي کورنۍ هم ناسته وه، کله چې سوچي دغه هال ته داخله شوه، نو ټول خلک ورته ودریدل، او د هغې لپاره یې لاسونه وپړکول. په دغه وخت کې سوچي وویل:

(( مسئلې په جنګونو نه حل کیږي.ً زمونږ په نړۍ کې مکمل امن یو نا حاصلونکی مقصد دی، خو مونږ باید ددې لپاره خپل پوره کوششونه وکړو، او دغه سفر ونه دروو، مونږ خپلې سترګې په دې ودرولي دي، لکه څنګ چې په صحرا کې یو کس سفر کوي، او یوازې یو ستوری ورته ښکارې ، چې د ده دمنزل لارښوونه کويً. ))

په دغو خبرو کې چې انګ سان سوچي د خپلو سختو ذکر هم وکړ، خو دا یې هم وویل، دې سره چې چا هم ښه کړي، که هغه لږ وو، او که ډیر نه یې دي هیر کړي، او زیاته یې کړه، ښه رویه د خلکو ژوند بدلوي. سوچي وویل، دې کله دا سوچ نه وو کړی چې د نوبل جایزه به ورته ورکړل شي، او زیاته یې کړه، د دوی انعام دا دی چې د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي، چیرته چې انصاف امن ، مینه او خوشحالي وي، او داسې ټولنه دا یوازې د برما د ولس لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره غواړي.
XS
SM
MD
LG