د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې دپولیسو په موټر برید، ۶ مړه ۷ ژوبل



د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې تېره شپه د پوليسو په يو ګاډي ريموټ کنټرول بمي بريد شوی چې پکې د پولیسو د څلورو سرتیرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شويدي .


د ځايي پوليسو ترمخه دا پېښه هغه وخت وشوه چې د پولیسو د ګزمې موټر د کوهاټ د رحمان اباد سیمې نه د تیریدو په حال کې و.

ژوبل کسان د درملنې لپاره د کوهاټ روغتون ته رسول شوي دي. د پېښې پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG