د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لواړګي چاودنه ، د وژلو شویو شمیره ۲۶ ته ورسیده



د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې پرون شوې بمي چاودنه کې د مړو شمېره شپږويشتو ته پورته شوې او څه باندې اتيا کسان په کې ژوبل دي.


په لواړګي کې د مشال راډیو خبریال وايي چې پرون ناوخته او نن سهار وختي د اکثرو وژلو شویو کسانو د جنازو لمونځونه وشول او هغوی خاورو ته وسپارل شول.

ژوبل شوي کسان د لنډي کوتل ځايي روغتون او همدارنګه د پېښور په حیات اباد کمپلیکس او نورو روغتونونو کې د درملنې لاندې دي.

داچاودنه پرون له غرمې مخکې د لواړګي په ذخه خیلو اډه کې شوې وه چې د حکومتي چارواکو په وینا نخښه یې د ذخه خیل قوم د امن د لښکر غړي وو. دا قبیله داورپکو خلاف په سیمه کې د حکومت ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG